د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چین ولسمشر: تايوان او چين به يو کېږي


د چين ولسمشر، شي جين پينګ
د چين ولسمشر، شي جين پينګ

د چین ولسمشر شي جین پینګ ویلي د چین او تاییوان د یو کېدو ضد قوتونو خلاف به ټول مهم ګامونه پورته کوي.

د جنورۍ پر دویمه په یو بیان کې نوموړي ویلي هغه هېڅ شک نه لري چې اخر کار به چین او تاییوان یو شي او باید دواړې خواوې د دغه مرام ترلاسه کولو لپاره کار وکړي.

د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د تاییوان ولسمشرې چین ته ویلي و چې د خپل منځي معاملو د هواري لپاره دې یوازې سوله يیزه لاره غوره کړي. نوموړې زیاته کړې وه چې د تایيوان په معاملو کې د چین مداخلت اوسمهال د دغه هېواد تر ټولو لوی چېلنج دی.

چین د تايیوان په کورنیو چارو کې د مداخلت تورونه ردوي. چین تایيوان په رسمي توګه نه مني او د دواړو ترمنځ د سولې څه ډول لوظنامه هم لا نه ده لاسلیک شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG