د لاسرسي ځای

تازه خبر

۲۰۱۹م کال به د افغانستان لپاره یو ښه کال وي: سکاټ ميلر


په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ ميلر.
په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ ميلر.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان ویلي، ۲۰۱۹ م کال به د افغانستان لپاره یو په زړه پورې کال وي.

جنرال سکاټ ميلر د جنورۍ په لومړۍ نېټه کابل ته نېږدې په یوه پوځي اډه کې هغو مواردو ته اشاره کړې چې دا مهال د افغانستان د سولې په اړه روان دي.

نوموړي وویل، "په څو پلازمېنو کې پر پالیسیو غور کېږي، د سولې خبرو لپاره هڅې روانې دي، د سیمې لوبغاړي پر سولې ټینګار کوي، طالبان او افغان حکومت د سولې په اړه خبرې کوي."

په همدې حال کې د ناټو ویاند په کابل کې له نورو امریکایي پوځيانو سره د نوي کال د لمانځلو پرمهال د افغانستان سولې ته هيله‌ مندي وښوده او ویې ویل چې په ۲۰۱۹م کال کې د افغان سولې لپاره یو ښه فرصت برابر شوی دی چې په‌ دغه هېواد کې ۴۰ کلنه جګړه پای ته ورسېږي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره میاشت د طالبانو له استازو سره په ابوظبۍ کې ولیدل او ټاکل شوې ده چې په روانه جنورۍ میاشت کې د طالبانو استازي د سعودي عرب په جده ښار کې په یوه ورته غونډه کې برخه واخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG