د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا حکومت پر ماشومانو د جنسي تېري مخنیوي قانون جوړوي


په پاکستان کې د ماشومانو جنسي ځورونو او پر هغوی د تېریو ضد څو ځلې احتجاجونه هم شوي
په پاکستان کې د ماشومانو جنسي ځورونو او پر هغوی د تېریو ضد څو ځلې احتجاجونه هم شوي

پراګ - د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، د جنسي تېري په ګډون د تشدد بېلا بېلو ډولونو مخنیوي لپاره قانون جوړوي چې پکې به د مجرمانو سزاګانې سختې دي.

د قانوني چارو وزیر سلطان محمد خان د ډېسېمبر پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل، حکومت د ماشومانو حقونه خوندي کوي.

ده پر ماشومانو د جنسي تېري او د هغوی د جنسي ځورونې پېښو ته په اشاره وویل چې دا یې دنده ده چې ماشومان له هر ډول تاوتریخوالي وژغوري:

"په مردان کې هم پر یوې ماشومې جنسي تېری وشو. پولیسو پلټنې وکړې او ککړ کس یې ونیو. څو ورځې وړاندې په هزارې او بیا په نوښار کې پر ماشومو نجونو تېری وشو چې موږ یې غندو خو د حکومتي چارواکو په توګه دا زموږ دنده ده چې د ماشومانو پر ضد د دې پېښو مخنیوي لپاره اقدامات وکړو او مجرم ته سخته سزا ورکړو. موږ پر دې موضوع د [خیبر پښتونخوا] په اسمبلۍ کې هم خبرې کړې دي او اوس موږ د جنسي تېریو مخنیوي لپاره پر نوي قانون کار پیل کړی دی. له دې قانون سره به په ځانګړي ډول پر ماشومانو د دې ډول ظلمونو کوونکو ته سختې سزاګانې ورکول کېږي."

د ډېسېمبر پر ۲۸مه په خیبر پښتونخوا کې د بشري حقونو مبارزانو په نوښار کې پر یوې ماشومې د جنسي تېري او بیا د هغې د وژنې پېښه غندلې.

په پاکستان کې پولیسو ته دا نه ده معلومه چې پر ماشوم د تېري پېښه به تر کوم قانون لاندې رپورټوي.
امتیاز احمد

د نوښار د پولیسو یوه مشر ویلي چې د اته کلنې مناهل مړی یې له هدیرې سره نېږدې د خېشکو پر سړک موندلی او د هغې پر وجود نښې ښيي چې ورباندې جنسي تېری شوی.

د ماشومانو د حقونو فعال امتیاز احمد وايي، پر ماشومانو د تېري د زیاتېدو پېښو یو لامل د حکومت له لوري د قانون نه جوړول دي:

"په پاکستان کې د جنسي تېري ضد یو ځانګړی قانون لا تر اوسه نه دی جوړ. په پاکستان کې پولیسو ته دا نه ده معلومه چې پر ماشوم د تېري پېښه به تر کوم قانون لاندې رپورټوي. بل، اکثر ملزمان له سیاسي ملاتړه هم برخمن وي. ملزم خوندي پاتې شي او د متاثره کورنۍ غږ څوک نه اوري."

احمد وايي، که د تېري مجرم ته سخته سزا ورکړل شي نو په دې ډول کارونو کې ککړ کسان به ووېرېږي خو د سزا نه ورکولو ضد نور کسان هم دا کار کوي.

د ده په خبره، ماشومان په لفظي یا جسماني تېري نه پوهېږي او دا چې په کورنیو کې هم ماشومان پر دې نه پوهول کېږي.

پاکستانیو رسنیو د ډېسېمبر پر ۲۹مه، په خیبر پښتونخوا کې د ماشومانو د خوندیتوب کمېشن په حواله ویلي، له ۲۰۱۱ز کال راهیسې د ۲۰۱۷ز تر پایه یې د جنسي تېریو ۲۲۲ پېښې ثبت کړې دي چې تر ټولو زیاتې هغه یې په اېبټ اباد کې شوې وې.

خو د بشري حقونو پوهان وايي، اصلاً دا شمېر لوړ دی ځکه چې اکثر میندې، پلرونه د شرم له وجې د دې ډول پېښو رپورټ نه درجوي.

د ماشومانو د حقونو فعال ارشد محمود وايي، میندې او پلرونه دې ماشومان پوه کړي.

دی وايي، ماشومان پر دې پوهول په کار دي چې څوک ورته لاس وروړلای شي او څوک دا اجازه نه لري.

دی وايي، دا ضروري ده چې ماشوم له دې خبرو، خبر وي.

د محمود په خبره، په دې ډول قضیو کې د ټولنې، والدینو او پولیسو تر منځ د زیاتې همغږۍ اړتیا ده.

دی زیاتوي، همداراز، دا د پولیسو ذمه واري ده چې پر ماشومانو په تېري کې د ککړو یا تورنو کسانو نوملړ تیار کړي او ټولنه ورڅخه خبره کړي.

په پاکستان کې پر ماشومانو د جنسي تېري د پېښو څېړلو لپاره یوه ناحکومتي اداره ساحل نومېږي. د دې ادارې په خبره، په ۲۰۱۷ز کال کې په هغه هېواد کې د ماشومانو د حقونو د سرغړونو او د جنسي ځورونې ۳،۴۴۵ پېښې یې ثبت کړې دي چې پکې ۱۰۹ هغه یې د جنسي تېریو وې.

شنونکي وايي، قانون جوړونه، مجرمانو ته سزاګانې او په تېره د ټولنې، میندو او پلرونو او ماشومانو پوهاوی د ماشومانو خوندیتوب باوري کولای شي.

XS
SM
MD
LG