د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر د حمید ماشوخېل او حضرت بېدل د مزارونو بیارغونې امر کړی


افغان ولسمشر اشرف غني د پښتو نومیالي شاعر عبدالحمید ماشوخېل مومند او د پارسۍ د نومیالي شاعر حضرت مراز عبدالقادر بېدل د مزارونو بیارغونې منظوري ورکړې.

د ولسمشر له دفتره په خپور بیان کې راغلي چې اشرف غني د ډېسېمبر پر ۳۰مه د ښاري پراختیا عالي شورا په غونډه کې امر وکړ چې د خیبر پښتونخوا په پېښور کې دې د حمید ماشوخېل مقبره ورغوي.

بیان وايي،ولسمشر غني په خبرو کې وویل چې بېدل په افغانستان او تاجکستان کې لوی مقام لري نو ځکه دې اړوند چارواکي په دلي کې د هغه مزار هم ورغوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG