د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د احتساب روان بهیر د ولس لپاره څه ګټې لري؟


فایل فوټو: له ښي اړخه عمران خان، بلاول بټو زرداري او شهباز شریف
فایل فوټو: له ښي اړخه عمران خان، بلاول بټو زرداري او شهباز شریف

پراګ - ​په پاکستان کې د پخواني وزیراعظم نوازشریف او د مسلم لیګ ن ګوند د مخکښو مشرانو زندان ته تر استولو وروسته د پیپلز ګوند په مشرتابه د درغلۍ تورونه ولګول شو.

د پيپلز ګوند پر مشر بلاول بټو زرداري، پخواني ولسمشر اصف علي زرداري، د سیند صوبې اعلا وزیر سید مراد علي شاه په ګډون د ګوند پر لسګونو غړو او مشرانو له هېواده پر بهر تګ بندیزونه لګول شوي دي.

د دې سفري بندیز پریکړه د ډېسېمبر پر ۲۷مه د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ کې د کابینې په غونډه کې وشوه.

له دې مخکې د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزيرستان او شمالي وزیرستان پر استازو علي وزیر او محسن داوړ هم له پاکستانه پر بهر تلو بندیزونه لګول شوي و چې بیا وروسته د وزیراعظم په امر لیرې کړل شول.

همدا راز د تحریک انصاف مشرانو د سیند له اعلا وزیره د استعفا غوښتنه وکړه. بلخوا د پیپلز ګوند چارواکو پر تحریک انصاف د یواړخيز احتساب تورونه ولګول.

د سیاسي چارو پوه ډاکټر توصیف احمدخان وایي اوسنی سیاسي وضعیت پاکستان د کړکېچ خوا ته بیايي.

"دتحریک انصاف حکومت یو ډول د پاکستان د پوځي اسټېبليشمنټ ولسي بڼه ده. مخکې دوی د مسلم لیګ ن پر ضد کار وکړ. هغه وخت اصف علي زرداري ښايي دا فکر کاوه چې هغه به وژغورل شي خو دوی د درغلۍ په تور د پیپلز ګوند پر ضد هم کاروایي پېل کړه. "

ډاکټر توصیف زیاتوي، په پاکستان کې اقتصادي حالت مخ پر خرابېدو دی او له حکومت سره ولس ته د ورکولو لپاره څه نشته، نو ځکه د درغلۍ پر ضد خبرو باندې ځان خلاصوي.

د پاکستان په سیاسي تاریخ کې مخکنيو حکومتونو د احتساب عمل پېل کړی و چې په ترڅ کې یې ځینې سیاستوال زندانونو ته لاړل چې بیا وروسته عدالتونو بې ګناه وبلل او خوشي یې کړل.

په ۹۰مه لسیزه کې د نوازشریف او بېنظیر بوټو په حکومتونو کې پر سیاسي مخالفینو د درغلۍ تورونه لګول کېدل خو په ۲۰۰۶م کال کې په لندن کې د سیاسي ګوندونو ترمنځ میثاق جمهوریت تر لوظنامې وروسته دا لړۍ کمه شوه.

د سیاسي چارو پوه حسن خان وایي پخواني پوځي ولسمشر پرویز مشرف هم د احتساب نعره پورته کړې وه چې بیا یې د سیاسي ګټو لپاره وکاروله.

هغه وایي په پاکستان کې د احتساب پر عمل ولس خوشحالېږي ځکه چې خلک غواړي، هغه مشران چې په واک کې پاتې شوي دي، بايد حساب ورسره وشي .

"اوس هم احتساب د پخوانيو هغو په څېر یواځې له اپوزیشن سره کیږي او د هغو پر ضد نه کیږي چې مخکې په واک و او اوس د واکمن ګوند تحریک انصاف ملګري دي."

حسن خان زیاتوي که د احتساب اونسی عمل همداسې یواځې د اپوزیشن ګوندونو پر ضد وي نو نتیجه به یې صفر وي.

ډاکټر توصیف احمدخان وایي، د تحریک انصاف لخوا پېل شوی د احتساب عمل د ولس په تاوان او د اسټېبليشمنټ په ګټه دی.

"ولس ته یې هیڅ ګټه نه رسېږي، بې له دې چې د لوبې تماشه وکړي او له سیاستوالو یې کرکه نوره هم زیاته شي. د دې ګټه پوځي اسټېبليشمنټ ته رسېږي ځکه چې هغوي د پاکستان په ۷۲ کلن تاریخ کې تر نیمايي زیات وخت په واک کې پاتې شوي دي. چې سیاستوال کمزوري شي هغوی ته ګټه رسېږي"

​بل لور ته د پاکستان وزیراعظم عمران خان وایي، د احتساب پر بهیر هېڅ جوړجاړی او معامله نه کوي او دا عمل به مخې ته وړي.

د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ وفاقي حکومت دا هم وايي چې د هېواد د احتساب اداره یا نیب په خپلو چارو کې خپلواکه ده.

XS
SM
MD
LG