د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیراعظم له اي سي اېله د داوړ او وزیر د نومونو ایستلو امر کړی


(له کیڼې خوا) علي وزیر او محسن داوړ د پښتون ژغورنې غورځنګ له مخکښو غړو او د منظور پښتین له مهمو ملاتړو څخه دي
(له کیڼې خوا) علي وزیر او محسن داوړ د پښتون ژغورنې غورځنګ له مخکښو غړو او د منظور پښتین له مهمو ملاتړو څخه دي

پراګ - د پاکستان وزیراعظم عمران خان د ډېسېمبر پر ۲۰مه د کورنیو چارو وزارت ته امر کړی دی چې په قامي اسمبلۍ کې د شمالي او جنوبي وزیرستان استازو محسن داوړ او علي وزیر نومونه دې ژر له هېواده د ممنوع الخروج کسانو له نوملړ یا اېګزېټ کنټرول لېسټه (اي سي اېل) وباسي.

د پاکستان رسنۍ وايي، پر اي سي اېل د پارلېمان د دواړو غړو د نومونو په اړه د وفاقي کابینې په غونډه کې بحث وشو.

داوړ او وزیر د پښتون ژغورنې غورځنګ له مخکښو غړو څخه دي.

د پاکستان وزیراعظم دا امر تر هغې وروسته کړی چې د ډېسېمبر پر ۱۹مه محسن داوړ ویلي ول چې د ده او د علي وزیر نوم له هېواده د بهر نه وتلو یا ممنوع الخروج کسانو په لېسټ کې اچول شوی دی.

داوړ د ډېسېمبر پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل، وار له مخه یې په قامي اسمبلۍ کې یو تحریک ورداخل کړی او له حکومته به پوښتنه کوي چې په اي سي اېل کې یې د ده او د وزیر نومونه ولې شامل کړي ول؟

احتجاج به کوو، پر ميډيا يې هم کوو او ولس ته به هم ورځو. په اسمبلۍ کې مو هم دغه موضوع راپورته کړې.
محسن داوړ

دی وايي، پر دې موضوع په اسمبلۍ کې او بهر احتجاج کوي:

"دا خو هېڅ خبره نه شوه چې حکومت وايي زموږ نومونه له اي سي ايل لرې کوي. موږ به ترې پوښتنه کوو چې په لېسټ کې يې زموږ نومونه اچولي ولې ول؟ هم دې کابينې پرته له دې چې ميډيا ته ووايي، پر موږ سفري بنديز ولګاوه. دا خو ښکاره ده چې يو چا به د دغه کار لپاره ټېلېفون ورته کړی وي. احتجاج به کوو، پر ميډيا يې هم کوو او ولس ته به هم ورځو. په اسمبلۍ کې مو هم دغه موضوع راپورته کړې. د اسمبلۍ يو غړی، چې فکر کوي استحقاق يې مجروح شوی دی، کولای شي له اړوندو چارواکو پوښتنه وکړي."

د پاکستان په سېنېټ کې د بشري حقونو د کمېټې يو غړي او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سیاستوال عثمان کاکړ د ډېسېمبر پر ۱۹مه مشال راډيو ته ویلي، له حکومته یې غوښتي چې په اي سي ايل کې د يو چا د نوم اچولو لپاره دې د نافذه قوانينو په پام کې نيولو سره يوه کړنلار جوړه کړي.

خو د نوموړي په خبره، حکومت یې تر اوسه غوښتنې ته ځواب نه دی ويلی.

د پاکستان د داخله چارو وزير مملکت شهريار اپريدي د سېنېټ د بشري حقونو کمېټې ته ويلي چې په اي سي ايل کې د محسن داوړ او علي وزير د نومونو شاملولو په اړه به له اړونده حکومتي چارواکو معلومات اخلي او له کمېټۍ سره به يې شريکوي.

د پاکستان امنيتي چارواکو د نومبر پر ۳۰ مه د قامي اسمبلۍ دواړه غړي له پېښور هوايي ډګره دوبۍ ته سفر کولو ته هم نه ول پریښي.

هغوی ته ویل شوي ول چې نومونه يې له هېواده دباندې د سفر اجازت نه لرلو کسانو په نوملړ کې دي.

موږ هڅه وکړه چې له اېګزېټ کنټرول لېسټه د محسن داوړ او علي وزير د نومونو لرې کولو حکومتي پرېکړې په اړه له کورنیو چارو وزارت سره خبرې وکړو، خو بريالي نه شو.

XS
SM
MD
LG