د لاسرسي ځای

تازه خبر

زرداري وايي له مخالفانو سره هر ځای مبارزې ته چمتو دی


اصف علي زرداري وايي، مبارزه به یې سیاسي او جمهوري وي

پراګ - د پاکستان پيپلزپارټۍ شريک مشر اصف علي زرداري وايي، له خپلو مخالفينو سره په عدالتونو او هر ځای کې د مقابلې کولو لپاره چمتو دی.

نوموړي دا خبره د ډېسېمبر پر ۲۷مه د سیند په نوډېرو کې د ګوند پخوانۍ مشرې او پخوانۍ وزیراعظمې بېنظیر بوټو د ۱۱م تلین په مناسبت غونډې ته وکړې.

په عین وخت کې د پاکستان حکومت د جعلي او بې نومه بانکي حسابونو یا اکاونټونو قضیې په تړاو د نوموړي نوم له هېواده د ممنوع الخروج کسانو په لېسټ یا اي سي اېل کې د چولو پرېکړه کړې.

زرداري په خپله وینا کې د حکومت پر دې اقداماتو نیوکې وکړې:

"موږ له دوی سره د عدالتونو په ګډون هر ځای کې جګړې کولو ته چمتو يو او دا زموږ لپاره د وياړ خبره ده. موږ به په جمهوري طريقه له دوی سره مقابله کوو، له دوی به انتخابات ګټو، دوی حکومت نشي چلولی او د ملک اقتصاد هم نشي سمبالولی."

زرداري ته ورته خبرې د نوموړي زوی او د ګوند بل شریک مشر بلاول بوټو زرداري هم وکړې او ویې ویل چې حکومت په یو اړخیزه ډول او د تش په نوم احتساب په پلمه دوی نشي وېرولی.

ده د حکومتي پلټنیزې ډلې هغه رپورټ درواغ وباله چې پکې زرداري د جعلي بانکي اکاونټونو په تور، تورن شوی:

"د ګډې تحقيقاتي ډلې رپورټ سپين درواغ دي. [د احتساب قامي اداره نیب] ولې یوازې د اپوزیشن غړي نیسي؟ د وزير اعظم عمران خان خور عليمه خان چې په درغلۍ تورنه شوې، پرضد يې کارروايي نه کېږي. اصف زرداري ۱۱ کاله په جېل کې تېر کړل او باعزته بري شو او اوس به هم باعزته خوشې کېږي."

​د ډېسېمبر پر ۲۷مه د پاکستان وفاقي کابينې د اصف علي زرداري په ګډون د هغو ۱۷۲ کسانو نومونه په اي سي اېل کې واچول چې د ناقانونه پیسو سپینولو په اړه د ګډې تحقیقاتي ډلې په رپورټ کې ذمه واره او تورن بلل شوي ول.

د وفاقي کابينې تر غونډې وروسته د اطلاعاتو او نشرياتو وفاقي وزير فواد چودري په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وويل:

"اوس به اصف زرداري د ګډې تحقيقاتي ډلې رپورټ جدي اخلي. چې څوک یې اوس هم جدي نه ګڼي، نو په راتلونکو ورځو کې به خبر شي."

​د ډېسېمبر پر ۲۴مه، د پاکستان د وفاقي تحقيقاتي ادارې اېف ای اې یوه مشر احسان صادق په لاهور کې د سپریم کورټ څانګې ته د ګډې پلټنیزې ډلې د رپورټ وړاندې کولو پر مهال له عدالته غوښتنه وکړه چې د اصف علي زرداري په ګډون د نورو يو شمېر کسانو نومونه دې د هغو کسانو په لېسټ کې واچوي چې له هېواده پر بهر تګ یې بندیز دی.

په دې راپور کې اصف علي زرداري او د اومني ګروپ په نوم یو شرکت د جعلي اکاونټونو په وسيله د ناقانونه پیسو سپینولو او مالي ګټو تر لاسه کولو په تور، تورن شوي.

خو صادق عدالت ته وویل چې په کراچۍ او لاهور کې د بلاول هاوس په نوم د پیپلز ګوند د دفترونو او د زرداري د شخصي لګښتونو پیسې له بې نومه بانکي حسابونو څخه ورکول کېدې.

زرداري او ګوند یې دا تورونه په بیا بیا رد کړي او وايي، له اپوزیشن څخه د احتساب په نوم سیاسي غچ اخیستل کېږي.

XS
SM
MD
LG