د لاسرسي ځای

تازه خبر

سيپېک پروژه هېڅ پوځي اهداف نه لري: پاکستان


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل.

پراګ - پاکستان هغه راپورونه رد کړي چې وایي په دې هېواد کې د چین د اربونو ډالرو بنسټیزه پروژه پوځي اهداف تعقیبوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل د ډېسېمبر پر ۲۸مه په اسلام اباد کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې چین- پاکستان اقتصادي راهداري (CPEC) د پاکستان په اقتصاد ښه کولو کې ډېره مرسته کړې ده.

هغه زیاته کړه چې دا یوه دوه اړخیزه اقتصادي پروژه ده چې د هېڅ هېواد پرضد نه ده او نه هم کوم ډول پوځي اهداف لري.

امريکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز ورځپاڼې د روانې ډېسېمبر میاشتې پر ۱۹مه راپور ورکړ چې اسلام اباد او بيجينګ چې اصلي متحدین دي، د چین ـ پاکستان اقتصادي راهدارۍ د یوې برخې په توګه پوځي پروژې هم پلان کړي دي.

د CPEC په نوم د ۶۲ ارب ډالرو په ارزښت دغه لویه پروژه د چین لوېدیځ کاشغر سيمه د عرب سمندرګي په خوا کې د پاکستان له ګوادر بندر سره نښلوي.

په دغه لویه پروژه کې چې هغه د چین د یوه کمربند یوې لارې د یو کرب ډالرو د پروژې برخه ده، د رېل او سړکونو لارې او د انرژۍ تاسیسات جوړېږي.

د چین د یوه کمربند یوې لارې په پروژه کې شااوخوا ۷۰ هېوادونه شامل دي.

نیویارک ټایمز راپور ورکړی و چې د پاکستان هوایي ځواک له چینایي چارواکو سره یو پټ پلان نهایي کړی چې له مخې یې پاکستان په خپله خاوره کې د چین جټ الوتکې، وسلي او نور پوځي وسایل تولیدوي.

په دغه راپور کې دغه راز ویل شوي و چې د یوه پټ پلان له مخې په فضا کې هم د چین او پاکستان ترمنځ همکاري پراخېږي.

دا هغه برخه ده چې د امريکا دفاع وزارت په دې وروستیو کې بيجينګ تورن کړی و چې له لسیزو راهیسې د فضا د پوځي کولو هڅه کوي.

XS
SM
MD
LG