د لاسرسي ځای

تازه خبر

داود اڅکزی: د اقتصادي راهدارۍ غربي لپاره پېسې نه دي بېلې شوې


د پاکستان په سينيټ کې د مواصلاتو کميټۍ مشر ادعا کړې چې د ۲۰۱۶-۱۷ مالې کال پرمختيايي پروګرام کې د پاکستان او چين ترمنځ اقتصادي راهدارۍ د غربي لارې لپاره پېسې نه دې بېلې شوې.

د يادې کميټۍ مشر داود اڅکزي پرون تر غونډه وروسته مشال راډيو ته وويل چې له چين سره اقتصادي راهدارې پروژو کې په پنجاب صوبه کې کار روان دی خو پر غربي لاره کار نه دی بیل شوی.

خو د پاکستان او چين ترمنځ اقتصادي راهداري پروژو وياند شوکت خټک دغه ادعاوې رد کړې دي.

د پاکستان ځيني سياسي ګوندونو په وار وار اقتصادي راهدارۍ کې د غربي لاري په اړه خپلي اندښني څرګندې کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG