د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین وايي، اقتصادي راهداري د ټول پاکستان لپاره ده


د چين کميونسټ ګوند نړيوالو چارو لپاره د مرکزي کمېټۍ مرستیال وزير ژنګ ژاو سانګ ويلي چې د اقتصادي راهدارۍ کاميابۍ لپاره دې د پاکستان ټول سياسي ګوندونه يوموټي شي۔ د هغه په خبره دا د پاکستان د يوې صوبې نه بلکې د ټول هېواد د پرمختیا او سوکالۍ منصوبه دی او له دې سره به دغه ډول سیمه د ترقۍ پر لور ولاړه شي۔ خو د عوامي نېشنل پارټۍ او پاکستان تحريک انصاف ګوند وايي دوی له چين حکومت سره نه بلکې د پاکستان له وفاقي حکومت سره پر اقتصادي راهدارۍ اختلاف لري او د خپلې صوبي او پښتنو حق ترې غواړي.

د پاکستان په دوره تللي د چین مرستیال وزير ژنګ ژاو سانګ په پاکستان – چاينا انسټیټيوټ کې د خپلې وینا پر مهال وويلپر اقتصادي راهدارۍد پاکستان د ټولو سياسي ګوندونو ګټې له یو بله جلا دي خو هغه هیله وښودله چې د اقتصادي راهدارۍ د کامیابولو لپاره به سياسي ګوندونه خپلمینځي اختلافات لیرې کړي.

د چین وزير زياته کړه دا تاثر غلط دی چې د اقتصادي راهدارۍ منصوبه د يوصوبې لپاره ده بلکې دا د ټول پاکستان منصوبه ده او له دې سره به نه يواځې پاکستان او چین بلکې ټوله سیمه به پرمختګ وکړي.

خو د چينايي وزير د بيان په غبرګون کې د عوامي نېشنل ګوند د قامي اسمبلۍ غړياو د خيبر پښتونخوا پخواني اعلا وزير امير حيدر خان هوتي مشال راډيو ته وويل چې ګوند یې د سي پېک خلاف نه دی بلکې په دغه منصوبه کې غربې لار او د صوبې خپل جایز حقونه غواړي.

نوموړي زياته کړه چې ټول ګونديز غونډه کې وزير اعظم ټولو سياسي ګوندنوته باور ورکړی وو چې د سي پېک په اړه به د دوی ټول تحفظات او ګیلې لیرې کوشي خو لا تر دې دمه پرې هېڅ کار نه دی شوی.

په خېبر پښتونخوا کې د واکمن ګوند پاکستان تحريک انصاف د قامي اسمبلۍ غړی علي محمد خان وايي چې د هغوی ګوند هم د دې منصوبې خلاف نه دی بلکې د پاکستان سياسي ګوندونه د دې منصوبې لپاره يو دي ځکه چې له دې سره د پاکستان پرمختګ تړلی دی.

د ده په وینا چې چین په خپله په دې منصوبه کې خپلې وروسته پاتې صوبې شاملې کړې دي خو پاکستان حکومتپه دې کې بلوچستان او خيبر پښتونخوا اېستلې دي چې له دغه صوبو سره زياتی دی.

د ۲۰۱۵ کال په اپرېل کې د چين صدر ژي جن پنګ او د پاکستان وزيراعظم نواز شريف په اسلام آباد کې قريبا د ٤٦ اربه ډالرو ماليت منصوبې لاسليک کړې وې.

د پاکستان خارجه چارو دفتر په وېنا چې دا منصوبه اوس څلور پنځوس اعشاریه پنځه اربه ډالرو ته رسیدلې ده.

XS
SM
MD
LG