د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان سولې ته ژمن یو: باجوه


د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه ویلي هیواد یې په افغانستان کې د سولې هڅو ته ژمن دی.

د پاکستان د پوځ عامه اړيکو دفتر ای اېس پي ار د ډېسېمبر پر ۲۷مه ناوخته په خبر پاڼه کې ويلي چې د پوځ مشر قمر جاوېد باجوه دا څرګندونې په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموريت مشر جنرل اسټن سکاټ میلر سره په راولپنډۍ کې د ملاقات پرمهال کړي دي.

په ملاقات کې د پوځ مشر وویل چې په افغانستان کې امن د پاکستان لپاره مهم دی.

په دغه لیدنه کې د ګډې دلچسپۍ موضوعاتو تر څنګ د سیمې او په تېره پر افغان پخلاینې عمل باندې خبرې وشوې.

دواړو مشرانو د افغانانو په مشرۍ د افغان شخړې حل راویستو پر اړتيا ټینګار وکړ او وې ویل چې د ترهګرو خلاف او پر سرحدي سیمه د امنیت موثره نظم په لړ کې به ګډې هڅې جاري ساتي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG