د لاسرسي ځای

تازه خبر

په چمن کې چاودنه، درې کسان ژوبل، د پېښې ضد د لسګونه کسانو مظاهره


د ډېسېمبر ۱۹مې تر ماسپښین وروسته د بلوچستان په چمن کې په بمي چاودنه کې درې کسان ژوبل شوي.

د سیمې چارواکي او خبریالان وايي، پېښه پر بوغره سړک تر هغې وروسته شوې چې خلک پیتاوي ته ناست ول. دوی وايي، په چاودنه کې قبایلي مشر بهاول عشیزی هم ژوبل شوی دی.

تر پېښې وروسته امنیتي سرتېري سیمې ته ورسېدل او پلټونکي عملیات یې پیل کړل.

په چاودنه کې د قبایلي مشر حاجي عشیزي د ژوبلېدو ضد لسګونه کسان سړکونو ته ووتل او مظاهره یې وکړه. د کلا عبدالله انتظامي مشر شفقت انور سره د مظاهره کوونکو تر لیدو وروسته احتجاج پای ته ورسېد. چارواکو د نامعلومه کسانو ضد پرچه دایره کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG