د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزیرستان کې د ماین چاودنې یو تن وژلی بل ژوبل


د جنوبي وزیرستان نقشه.
د جنوبي وزیرستان نقشه.

د جنوبي وزیرستان د لده تحصیل په خان کوټ کلي کې د ډېسېمبر پر ۱۳مه د ماین په چاودنه کې یو تن وژل شوی دی او بل کس سخت زخمي دی.

د جنوبي وزیرستان اسسټنټ کمشنر یوسف علي پرون مشال راډیو ته د پېښې پخلی وکړ او وې ویل چې دواړه واړه وروڼه دياو عمرونه یې د ۱۴ او ۱۲ ترمنځ دي.

د روانې میاشتې په پنځمه هم د جنوبي وزیرستان د تحصیل سرویکې په تیارزه کلي کې په ماین چاودنه کې یو ځايي کس سخت ژوبل شوی و.

په سیمه کې وخت په وخت د مځکې ښخ بم چاودنې مخې ته راځي چې د ځاني تاوان سبب ګرځي.

پښتون ژغورنه غورځنګ بیا بیا غوښتنه کوي چې پاکستانی پوځ دې په پخوانۍ فاټا کې او خاصکار په وزیرستانونو کې په لوی شمېر ښخ کړل شوي ماینونه پاک کړي.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG