د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د یوه چټک رېل د ټکر له امله نهه تنه مړه او ۴۷ ژوبل شوي دي.
د انقرې والي، واصف سهین نن د ډېسېمبر پر ۱۳مه خبریالانو ته وویل چې سهار وختي د رېل لوکوموتیف د رېل د پټلۍ د تفتیش پرمهال، د یوه چټک رېل سره ټکر شو.
د درېیو ژوبلو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.
دا پېښه د انقرې په لویدیځ کې د مارسندیز په نوم د رېل ګادي په تمځای کې شوې ده.
په هغو عکسونو کې چې د پېښې له ځايه خپاره شوي، لیدل کېږي چې د بېړنیو حالاتو ځانګړي کارکوونکي، د پېښې په ځای کې د ژوبلو په ژغورلو بوخت دي.