د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د سېلاب مسود او ظفر وزير د نيولو امر دې بېرته واخيستل شي"


د مشال راډيو خبريال سېلاب مسود
د مشال راډيو خبريال سېلاب مسود

د خېبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې د قبايلي سيمو خبریالانو د خپلو دوو ملګرو پر ضد د اېف ای ار درج کولو خلاف غونډه کړې ده.

د خبريالانو اتحاديې د ډېسېمبر پر ۱۳مه په غونډه کې وويل چې د سېلاب مسود او ظفر وزير پر ضد د پوليسو لخوا درج شوی اېف ای ار يا لومړی تحقيقاتي راپور په دريو ورځو کې دننه ختم نه کړل شو نو د هېواد په کچه به احتجاج پېل کړي.

په دې اړه د غونډې يو ګډونوال شاکر مسود مشال راډيو ته وويل چې د دوی پر ملګرو خبريالانو ځکه اېف ار درج کړل شوی چې دوی د پښتون ژغورنې غورځنګ د جلسې راپور خپلو رسنيو ته ورکړی و.

د خېبر پښتونخوا پوليسو د ډېسېمبر پر اتمه نېټه د مشال راډيو د خبريال سېلاب مسود او د ظفر وزير په نامه د يو بل ځايي خبريال پر ضد اېف ای ار درج کړی و چې پکې ويل شوي دي چې دې خبريالانو د رياست ضد نعرې وهلي خو خبريالانو دغه تورونه رد کړي او وايي چې دوی مسلکي او بې پرې خبريالي کوي.

XS
SM
MD
LG