د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ازادي اروپا راډيو پر خبريالانو بريدونه زيات شوي


نيناد پېچ
نيناد پېچ

په داسې حال کې چې یونيسکو د نومبر دويمه نېټه په نړۍ کې د خبریالانو پر وړاندې په جرمونو کې د ککړو کسانو د بخښلو خلاف ورځ لمانځي، د ازادې اروپا راډیو وايي چې سږکال په یوشمېر هېوادونو کې د دوی ګڼ خبریالان له کړاونو او زور زیاتي سره مخامخ شول او په ځېنو هېوادونو کې د د دوی وېبپاڼې او راډیو ګانې هم بندې کړل شوې.

د ازادې اروپا راډیو لیکي، په څه نا څه ۱۲ هېوادونو کې د دوی پر خبریانو بندیزونه ولګول شول او د ځېنو د کار په لاره کې خنډونه واچول شول.

د دې راډیو مشر نیناد پېچ وایي چې دا دوی د کار په دایره کې شامل دي چې په هغو هېوادونو کې به کار کوي چېرته چې رسنۍ ازادې نه دي. د هغه په وينا دوی به خلکو ته رېښتوني معلومات رسوي او د ازاد صحافت لپاره به کار کوي. نوموړی زياتوي چې په یو شمېر هېوادونو کې د رسنيو د مخالفت زیاتېدو له وجې د خبریالانو خلاف د تشدد او پر دوی د بريدونو پېښې هم مخې ته راغلي او حکومتونو دې ته څه پام نه دی کړی.

نيناد پېچ دا هم وایي چې سږ کال په یو شمېر هېوادونو کې د دوی پر خبریالانو بريدونه وشول خو د ازادې اروپا راډیو د تېرو ۶۰کالونو راهیسې د داسې رژیمونو پر وړاندې کار کوي چېرته چې حالات د اندېښنې وړ دي او دوی به خاموشه پاتې نه شي.

په تېر یو کال کې په بېلا بېلو هېوادونو کې د ازادې اروپا پر خپرونو بندیز ولګول شول او په ډېرو ځایونو کې د دوی د کار په لار کې خڼدونه واچول شول. د تېر ۲۰۱۷م کال په ډيسمبر کې د روس د انصاف وزارت وویل چې د دغه راډیو د روسۍ ژبې څانګه د یو بهرني اېجنټ په توګه کار کوي. له داسې بیان مخې ته راتلو سره د خبریالانو د ځورولو او د کمپنۍ د بدنامولو پېښې مخې ته راتلی شي. په پاکستان کې د دغه هېواد مرکزي استخباراتي ادارې په اسلام اباد کې د مشال راډیو دفتر بند کړ او دا یې وویل چې دغه راډیو د هېواد د ګټو خلاف کار کوي.

په اذربایجان کې د دغه هېواد سپریم کورټ د ازادي اروپا راډیو د اذربایجان څانګې پر وېبپاڼې د بندیز په حق کې فېصله ورکړه. په تېر اپرېل میاشت کې بيا په کابل کې د ازادي اراډیو درې خبریالان په دوو ځانمرګو بريدونو کې ووژل شول.

بلخوا په یوکراین کې د ازادي اروپا راډيو خبریال د تشدد او زور زیاتې سره مخامخ شو. په ازبکستان او ترکمنستان کې هم د خبریالانو کورنیو ته دړکې ورکړل شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG