د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پي ټي اېم په خبري پوښښ د وي. او. اې پښتو او اردو سایټونه بند


وي. او. اې لوګو.
وي. او. اې لوګو.

په پاکستان کې د سږ کال له پیل راهیسې رسنۍ تر سخت فشار لاندې دي او اجازه نه ورکول کېږي چې په دې هېواد کې د پښتنو د حقونو لپاره د پیل شوي غورځنګ پښتون ژغورنې غورځنګ فعالیتونو ته ځای ورکړي، خو د نورو نړیوالو رسنیو په ګډون چې امریکا غږ ورته ځای ورکوي، د اردو او پښتو ډیوه ویبپاڼې یې په پاکستان کې تړل شوې دي.

په پاکستان کې د ډیوه راډيود ویبپاڼې د نه پرانیستل کېدو شکایتونه له تېرو څو میاشتو کېدل، خو په سرکاري توګه یې د تړلو اعلان نه وو کړی او شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې پاکستانيو چارواکو په دغه هېواد کې انټرنیټي کمپنیو ته امر وکړ، چې د وي.او.اې اردو ویبپاڼه هم بنده کړي.

د پاکستان اطلاعاتو وفاقي وزیر فواد حسین چودري دا خبره تایید کړې چې د وي.او.اې ویبپاڼې یې تړلې دي. هغه یوه اوونۍ مخکې دعوه کړې وه،‌ چې دغه ویبپاڼې یې د "درواغجنو او کرکجنو" خبرونو خپرولو له امله تړلې دي.

فواد چودري ویلي: "پر دغو ویبپاڼو چې کوم رپوټونه خپرېږي په هغه کې بې طرفۍ ته پام نه کېږي او د یوې ځانګړې بیانیې ښکارندویي کوي. زموږ په هېواد کې نور هم ډېر کارونه کېږي او اکثره یې مثبت دي."

که څه هم د اطلاعاتو وفاقي وزیر هېڅ بېلګه وړاندې نه کړه چې د وي.او.اې دغو ویبپاڼو په کومو رپوټونو کې بې طرفي نه ده ساتلې، خو د پاکستان یوې استخباراتي سرچینې د نوم نه څرګندولو په شرط د وي.او.اې خبریال ته ویلي، چې دغه ویبپاڼې یې پښتون تحفظ موومنټ ته د کورېج ورکولو له امله تړلې دي.

د وي.او.اې دریځ:

د وي.او.اې ډیوه مشر نفیس ټکر پښتون تحفظ موومنټ ته د ځای ورکولو دفاع وکړه او ویې ویل چې اداره یې د دې تحریک فعالیتونو ته بې طرفه کورېج ورکوي. ښاغلي ټکر د ډیوه د ویبپاڼې په اړه د پاکستان د اطلاعاتو د وزیر تور په کلکه رد کړ: "موږ د پي ټي ایم د کورېج د برابر ساتلو لپاره پخپلو رپوټونو کې د پاکستاني وزیرانو، حکومتي چارواکو او د پوځ بیانونو ته هم ځای ورکوو چې هغوی پر خپلو رسمي ویبپاڼو او ټویټر باندې خپروي."

د وي.او.اې اردو څانګې مشره کوکب فرشوري وایي، د پښتون تحفظ موومنټ په اړه رپوټونه د دوی د ویبپاڼې د لوستونکو لپاره ډېر ارزښت لري، خو دا خبره ردوي چې ګواکې د دوی کورېج یواړخیز وي: "موږ هره ورځ‌ له حکومتي چارواکو او وزیرانو سره مرکې کوو. د پوځ د ویاند اوسنی تازه پریس کانفرنس زموږ د سر په خبرونو کې وو، ځکه نو دا تور بېځایه دی چې ګواکې زموږ رپوټونه بې طرفه نه وي."

د نهې/ سېشنبې په ورځ د ډېره اسماعیل خان پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ د شل تنه فعالینو په ګډون د دوو خبریالانو نومونه هم په ایف ای آر کې شامل کړي، چې د تېر خالي- شنبې د ورځې د احتجاج کورېج یې کړی وو. پولیسو تور لګولی چې په دغه احتجاجي مظاهره کې د ریاستي ادارو په ضد نعرې وهل شوې او خلک را پارول شوي وو. د ازاد یورپ د مشال راډيوخبریال سېلاب مسود او د یوه ځایي ټیلیویژن خبریال ظفر وزیر د دې احتجاج کورېج کړی وو.

د بشري حقونو د سرغړونو تور:

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران دعوه کوي چې د پاکستان پوځ د پښتنو په سیمو کې د بشري حقونو په سرغړونو کې لاس لري او تور لګوي چې که څه هم پوځ په قبایلي سیمو کې تر ضربِ عضب عملیاتو وروسته د وسلوالو د ځپلو او ختمولو دعوه کوي خو د امن لښکر په نامه یې وسلوال طالبان ساتلي دي. د پاکستان پوځ یې دغه تورونه په کلکه رد کړي دي.

د پاکستاني استخباراتو سرچینو دا هم ویلي چې له پي ټي ایم سره یې اړیکې ښې نه دي، ځکه چې وایي دغه تحریک د ترهګرۍ په ضد د پوځ‌ له هڅو سترګې پټوي او تل پخپلو احتجاجونو او جلسو کې د پوځ‌ په ضد دغه نعره وهي، چې "یہ جو دہشتگردی ہے، اس کے پیچھے وردی ہے"، یعنې د ترهګرۍ تر شا د پاکستان پوځ دی.

د پاکستاني پوځ ویاند مېجر جنرل اصف غفور څو ورځې وړاندې په پینډۍ کې د خبري غونډې په مهال وویل، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ درې غوښتنې وې، د ماینونو پاکول، د چیک پوسټونو کمول او د بې درکو خلکو موندل، چې وایي ځینې پوره شوې او پر ځینو کار روان دی، خو وایي اوس دا تحریک پر داسې خوا روان دی چې که تر "سرې کرښې" تېر شي نو پوځ به یې پرضد له زوره کار واخلي.

امریکایي او افغان چارواکي له څو کلونو په عادي ډول پرله پسې تور لګوي چې پاکستان پخپله خاوره کې وسله والو طالبانو ته پناه ورکړې او ملاتړ یې کوي، خو په پاکستان کې د بشري حقونو لپاره مبارزه کوونکی دغه تحریک په لومړي د خپل هېواد پوځ په ترهګرۍ کې په لاس لرلو تورنوي، ځکه خو پوځ‌ له نیژدې د دغه تحریک د "څارنې" دعوه کوي او د هند و افغانستان د ملاتړ تور ورباندې لګوي.

د پاکستاني پوځ ویاند آصف غور اعتراف کړی وو، چې پښتون تحفظ موومنټ تر اوسه پورې د خپلو احتجاجونو په مهال له تشدده کار نه دی اخیستی او په سوله ییز ډول یې د خپلو حقونو غوښتنه کړې ده، خو وایي ریاست یې چې پرضد له نرمۍ کار اخیستی وجه یې دا ده چې د دې تحریک ځوانان په تېرو پینځلسو کلونو کې جګړې ځپلي دي.

د پي ټي ایم احتجاجونه:

د روان کال له فبرورۍ میاشتې چې پښتون تحفظ موومنټ په پاکستان کې د پښتنو د حقونو، د جبري بې درکو خلکو د موندنې او د ترهګرۍ پرضد مبارزه پیل کړې، د پاکستان په سرکاري او غیرسرکاري رسنیو کې ورته هیڅ ډول کورېج نه ورکول کېږي او په وروستیو میاشتو کې ځینو ورځپاڼو د هغو لیکوالو د کالمونو له خپرولو هم انکار وکړ،‌ چې د دې تحریک په حق کې یې لیکلي وو. دغو لیکوالو تور لګولی وو چې رسنیو دا کار د پاکستاني پوځ د فشار له امله کړی وو.

په پاکستان کې د انټرنیټ کاروونکو او د پښتون تحفظ موومنټ فعالینو په وروستیو میاشتو کې شکایتونه پیل کړل، چې هلته د وي.او.اې ډیوه ویبپاڼه نه پرانیستل کېږي، خو د وي.او.اې د اردو ویبپاڼې د نه پرانیستل کېدو شکایتونه د قومي اسمبلۍ د غړي او د پي ټي ایم د یوه مخکښ محسن داوړ تر هغې خبري غونډې یوه ورځ‌ وروسته راغلل، چې دې څانګې ورته ځای ورکړل او هغه یې په ژوندۍ (لایو) بڼه پر فېسبوک خپور کړ.

په پاکستان کې که د ټولنیزو رسنیو ځینې فعالین هم د وي.او.اې دغه دوې څانګې تورنوي او وایي چې دوی د پښتون تحفظ موومنټ د مشرانو له خولې د پاکستاني پوځ او ریاست په ضد پروپیګنډې خپروي، خو د ټویټر او فېسبوک ګڼ شمېر فعالین بیا د دغو څانګو رپوټونه بې طرفه ګڼي او وایي د هغو حقایقو په اړه دغه ویبپاڼې ګوري چې د پاکستان مېن سټریم رسنۍ ورته ځای نه ورکوي.

په پاکستان کې د اظهار ازادي:

د پاکستان حکومت په داسې وخت کې د وي.او.اې ډیوه او اردو د ویبپاڼو د بندولو امر کړی، چې په پاکستان کې له څو میاشتو راهیسې د بشري او مدني حقونو فعالین او سیاستوال پرله پسې د بیان او اظهار ازادي تر فشار لاندې ګڼي، چې تر شا یې د پوځ‌ لاس ګڼل کېږي.

پاکستان په نړۍ کې له هغو هېوادونو څخه ګڼل کېږي چې هر کال پکې خبریالان د خپل کار له امله وژل کېږي. د خبریالانو د حقونو ځینو نړیوالو ادارو په خپلو رپوټونو کې ویلي، چې په دې هېواد کې هغه خبریالان زیات له ګواښ سره مخامخ شوي او یا وژل شوي، چې په خپلو رپوټونو کې یې د پوځ او استخباراتي ادارو په اړه تنقید ته ځای ورکړی دی.

پاکستان د روان ۲۰‍۱۸م کال په پیل کې د ازادې اروپا پر مشال راډيو هم تور لګولی وو،‌ چې وایي د دې هېواد پرضد پروپیګنډې او یواړخیز خبرونه خپروي، ځکه یې نو په اسلام اباد کې د دې راډيو دفتر تړلی وو، خو د دې راډيو مشرانو د پاکستاني چارواکو دغه تورونه په کلکه رد کړي وو.

مشال او ډیوه راډيو دواړه په پښتو ژبه د ډیورنډ کرښې پورې غاړې ته د پاکستان د پښتنو لپاره نشریات کوي او ډېر داسې څه خپروي چې پاکستانۍ رسنۍ ورته ځای نه ورکوي، ځکه نو د دغو راډيوګانو رپوټنګ ته د اسلام اباد سرکار د شک په سترګه ګوري او د پروپیګنډې او طرفدارۍ تورونه ورباندې لګوي.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG