د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په قبایلي ضلعو کې۸۰ فیصده ښوونځي بند دي'


فایل فوټو: د خېبر پښتونخوا د یو ښوونځي د زده کونکو عکس
فایل فوټو: د خېبر پښتونخوا د یو ښوونځي د زده کونکو عکس

د پاکستان په سېنېټ کې ریاست او سرحدي سیمو لپاره د قایمه کمیټۍ (سېفران) غړی او د واکمن تحریک انصاف ملاتړی سېنېټر اورنګزېب خان وایي په تېر وخت کې د ترهګرۍ ضد جګړې او بدامنۍ له وجې نن هم په قبایلي ضلعو کې اتیا فیصده سکولونه بند پراته دي.

د ډېسېمبر پر ۱۲مه مشال راډیو ته نوموړي وویل، د ډېسېمبر پر ۱۱مه یې په پارلېمان کې د کمیټۍ په ترسره شوې غونډه کې په قبایلو کې د بندو سکولونو موضوع د اېجنډې په سر کې وه.

هغه وویل: "په قبایلو کې د تعلیم او نورو پرمختیایي کارونو لپاره پیسو ته اړتیا ده او په دې موخه هغه او د کمیټۍ نور غړي نن(د ډیسمبر په ۱۳ مه) له وزیراعظم عمران خان سره ګوري."

"چې تر څو پورې په این ایف سي فنډ کې فاټا ته خپله برخه نه وي ورکړل شوې نو په سلو کې کالو کې هم دا نشي جوړیدلی. د دې لپاره مونږ مخکې هم د وزیراعظم عمران خان سره غونډه کړې ده او سبا ورسره بیا غونډه لرو"

سنېټر اورنګزیب خان وویل سینټ کمیټي په پام کې لري چې په راتلونکو دوه اونیو کې قبایلي ضلعو ته لاړ شي او حالات له نېږدې وویني، په لومړي سر کې هغه څه چې خلک ورته د تعلیم، روغتیا او د کورونو د جوړونې په برخه کې ډېره اړتیا لري بیړنۍ مرستې وکړي او په دویمه مرحله نور عادي پرمختیایي کارونه پرمخ وړي.

مدني فعال او د تعلیمي چارو پوهه عمر اورکزی وایي، په قبایلي ضلعو کې په تېر کال ځینې این جي او ګانو او سرکاري ادارو سکولونه په عارضي توګه فعال کړي، خو د ژمي له راتلو سره هغه هم بند شو، ځکه چې په یخنۍ کې ماشومان په خیمو او اغیزمنو شویو ودانیو کې زده کړې پرمخ نشي وړلی.

"په بندو سکولونو زیاتره پرایمري هغه دي، د ترهګرۍ ضد جګړه کې د ۱۲۰۰ نه تر ۱۵۰۰ سکولونه په قبایلي ضلعو کې اغېزمن شوي دي.ځکه خو په دغو علاقو کې ۵۷ فیصده جینکۍ له زده کړو بې برخې دي،خلک وایي پښتانه په جینکو سبق نه وایي، پښتانه پرې سبق وایي خو په سکولونو کې یې د تعلیم اسانتیاوې نشته"

عمر اورکزی زیاتوي د ترهګرۍ پرضد جګړې له امله د سکولونو ودانیو ته زیان اوښتی دی خو د حکومت لخوا چې تراوسه د تعلیم په برخه کې مصرفیدونکی پیسې یوازې د استادانو تنخا او په نورو اداري چارو لګول کېږي، د سکولونو د ودانیو جوړولو او نورو ضروریاتو لپاره په تېرو ۱۳کالو کې کار نه دی شوی.

د هغه په خبره په قبایلي ضلعو کې د پخوانو سکولونو د بیا رغونې ترڅنګ نوو سکولونو او په زرګونو استادانو ته اړتیا ده.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

XS
SM
MD
LG