د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر پښتونخوا: ۱۸ لکه ماشومان له ښونځيو بهر


د خېبر پښتونخوا حکومت وايي، په صوبه کې ۱۸ لکه ماشومان له سکولونو بهر دي خو بیا غیر سرکاري ادارې دغه شمېره ۲۵ لکه ښايي.

دا خبره د خیبر بښتونخوا د تعلیم سلاکار ضیاءالله بنګښ د مشال راډيو د کرښې پر غاړه پروګرام کې زموږ له همکار شاهین بونېري سره وکړه.

نوموړی وايي چې هڅه کوي د استادانو د میندو او پلرونو او د علاقې د مشرانو په مرسته بیرته سکولونو ته راولو.

بنګښ زیاتوي چې د صوبې په اوسني بجټ کې د لومړنیو زده کړو لپاره ۱۰ اربه روپۍ خانګړې کړې دي.

خو د تعلیم په برخه کې یوه غیر سرکاري اداره الف اعلان یو مشر عمر اورکزي د کرښې پر غاړه پروګرام کې وویل، چې په صوبه کې د سکولونو شمېره زیاته شوې ده خو د تعلیم معیار راغورځېدلی دی. د پخوانۍ فاټا د تعلیمي ادارو په اړه وویل چې هلته شا او خوا د اووه زره سکولو اړتیا ده. د نوموړي په خبره چې په پخوانۍ فاټا کې ۷۵ فیصده نجونه له ښوونځيو بهر دي.

اورکزي دا خبره بابیزه وبلله چې پښتانه په خپلو لوڼو زده کړې نه کوي، دی وايي چې سکول نه وي نو نجونه به چېرته سبق وايي. سرکار دې ښوونځي جوړ کړي نجونه به په خپله وراشي.

د ملګرو استادانو مشر امجد تره کی وايي چې له حکومت سره د تعلیمي پرمختیا لپاره هېڅ اوږدمهاله کړنلاره نه شته، بلکې دوی دلته په صوبه کې نوې نوې تجربې کوي چې له کبله یې د استادانو او زده کوونکي لپاره ستونزې ډېرې شوې دي. دی وايي چې په صوبه کې زده کوونکي کتابونه نه لري او حکومت ورته د کمپیوټرو ورکولو دعوې کوي.

دا ماشومان له سکولونو بهر دي او دوی ته د زده کړو ورکولو لپاره په حکومتي او ولسي کچه څه هلې ځلې روانې دي؟ د کرښې پر غاړه په خپرونه کې په دغه موضوع بحث کوو.

په دې اړه لاندې خپرونه د غږ په ځای کې اورېدی شئ.

خېبر پښتونخوا کې ۱.۸میلیونه ماشومان ښونځي ته نه ځي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:00 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په خیبر پښتونخوا، پخوانۍ فاټا، بلوچستان او د پاکستان په ګڼو برخو کې لاهم په ډېری ښوونځي له بنیادي اسانتیاو بې برخې دي.

ماشومان تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:49 0:00

XS
SM
MD
LG