د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت له دوی سياسي انتقام اخلي: مسلم ليګ (ن)


شهباز شريف.
شهباز شريف.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې اپوزيشن ګوند مسلم ليګ (ن) وايي حکومت له دوی سياسي انتقام اخلي نو ځکه يې د دوی پرضد بې بنياده مقدمو جوړولو ته دوام ورکړی.

بلخوا پاکستان حکومت د اپوزيش تورونه رد کړي او وايي له ټولو سره به يوشان احتساب کيږي.

دا په داسې حال کې ده چې د سه شنبې په ورځ د مسلم ليګ يو مشر حمزا شهباز لندن ته تلو چې وفاقي تحقيقاتي ادارې يه اسلام اباد اېرپورټ ايسار کړ.

هم د دسمبر په۱۱مه د احتساب قامي ادارې د ياد ګوند يو مشر غړی خواجه سعد رفيق او د هغه ورور د درغليو په تور ونيول.

د پاکستان مسلم ليګ (ن) مشر شهباز شريف وايي چې د ده په زوي حمزه شهباز سفري بنديزونه لګول او د خواجه سعد رفيق او د هغه د رور نيول د غندنې وړ دی.

نوموړي د نهې پر ورځ په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې د حکومت او نېب غېرمقدسه اتحاد دی او په خبره يې اپوزيشن د دې سياسي انتقام په سختۍ سره غندنه کوي:

(( زه دا ګڼم چې دا وخت په پاکستان کې ولسي امريت دی.زه وايم چې په اېرپورټ د حمزه شهباز ايسارول او د خواجه سعد رفيق نيول دا ډېر لوی ظلم دی او موږ په سختۍ سره د دې غندنه کوو.))

د ډېسېمبر پر ۱۱مه حمزا شهباز لندن ته تلو چې وفاقي تحقيقاتي ادارې يه اسلام اباد اېرپورټ ايسار کړ.

حمزه وايي په اړه يې د نېب تحقيقات روان دي نو ځکه يې بهرته په تلو بنديز دی. هم د د دسمبر په ۱۱مه د احتساب قامي ادارې نېب د مسلم ليګ (ن) غړی خواجه سعد رفیق او دهغه ورور په پېراګون هاوسنګ سکيم يا د کورونو جوړولو په يوه سکيم کې د درغليو په تور ونيولو.

د مسلم ليګ(ن) پر مشر شهباز شريف، د ده په ورو او پخواني وزيراعظم نوازشريف،د هغه پر لور مريم نواز او د ګوند په نورو يوشمېر غړو يې د درغليو تورنه دي او پر ځينو مقدمې هم روانې دي.

د پاکستان په پخواني صدر او د اپوزيشن ګوند پيپلز پارټۍ په مشر اصف علي زرداري هم مقدمه روانه ده، په نوموړي تور دی چې له ملکه يې په غېرقانوني توګه پيسې وړي دي.

که څه هم ياد ټول سياستوالان دغه تورونه ردوي او وايي چې حکومت له دوی سياسي انتقام اخلي خو د پاکستان د اطلاعاتو او نشرياتو وفاقي وزير فواد چودري د سه شنبې په ورځ په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وويل چې د نواز شريف او زرداري په ګډون چې چا هم درغلي کړې نو له هغو سره به احتساب کيږي:

((نواز شريف دی او که زرداري دواړو خپل اخري انتخابات کړي دي او اوس کاته دې ته دي چې په کور کيني او که جېل ته ځي. دا دواړه په دې کوشش کې دي چې له قانونه ځان څنګه بچ کړي او چې کومې پيسې يې په غېرقانوني توګه ګټلي هغه څنګه پټې کړي خو دغه پيسې د ملک له خزانې وړل شوي دي ))

که څه هم د اطلاعاتو وفاقي وزير فواد چودري وويل چې حکومت به يې له خپلو وزيرانو سره هم احستاب کوي خو شهباز شريف پرون تور پورې کړ چې د احتساب قامي اداره د حکومتي ګوند غړي نه نيسي.

نېب چارواکو په تېر وختونو کې داراز تورنه رد کړي دي.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

XS
SM
MD
LG