د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مسلم ليګ (ن) يو بل سياستوال، خواجه سعد رفيق نيول شوی


خواجه سعد رفیق
خواجه سعد رفیق

د پاکستان د احتساب قومي ادارې – نېب – د مسلم لیګ نون ډلې مخکښ سعد رفیق او د هغه ورو سلمان رفیق نیولي دي.

پر دوي تور پورې شوی چې د پېراګون هاوسینګ په نامه پروژه کې یې درغلۍ کړې وې. دوي نن په لاهور کې نیول شوي دي. د احتساب ادارې ویلي چې د دوي پرضد پلټنې د مسلم لیګ نواز د حکومت له وخته روانې دي. سعد رفیق دا تورونه نه مني.

تر نوموړي وړاندې د مسلم لیګ مشر شهباز شریف هم په ورته تور کې نیول شوی وو چې له نېب سره تر دوه میاشتني بند وروسته اوس جېل ته لېږل شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG