د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان د هېواد اقتصاد نشي سمولای: زرداري


زرداري وايي د تحریک انصاف حکومت ژمنې نه دي پوره کړې
زرداري وايي د تحریک انصاف حکومت ژمنې نه دي پوره کړې

اسلام اباد - د پاکستان پیپلز ګوند ګډ مشر او پخواني ولسمشر د تحریک انصاف په مشرۍ پر اېتلافي حکومت انتقاد کړی دی او ویلي یې دي چې وزیراعظم عمران خان د هېواد اقتصاد نشي سمولای.

اصف علي زرداري د ډېسېمبر پر دویمه د پنجاب په صادق اباد کې یوې جلسې ته په وینا کې وویل، ورته ښکاري چې حکومت به ژر ختم شي او عمران خان به کور ته ولاړ شي:

"ته [عمران خان] به اوس کار کوې، که یې نه کوې نو کور ته به ځې."

زرداري د نوموړي لپاره د کرکټ د کپتان کلیمې په کارولو وویل: "ما ته نه ښکاري چې کپتان [عمران خان] به تر ډېر وخته دا هر څه سمبال کړای شي."

د جولای پر ۲۵مه په پاکستان کې ټولټاکنې وشوې چې پکې تحریک انصاف زیاتې څوکۍ وګټلې. دې ګوند د هېواد پر کچ له یو شمېر ګوندونو سره اېتلافي حکومت جوړ کړی دی.

تحریک انصاف په بلوچستان او پنجاب کې هم په صوبايي حکومت ورګډ دی او په خیبر پښتونخوا کې یې غوڅ اکثریت تر لاسه کړ نو ځکه هلته یې خپل حکومت جوړ کړی.

د نومبر پر ۲۹مه، د پاکستان وزیراعظم عمران خان له یو شمېر وزیرانو سره یو ځای د خپل حکومت د ۱۰۰ ورځو په پوره کېدو وینا وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د هېواد اقتصادي حالت به سم کړي.

د پاکستان حکومت وايي، د اقتصادي وضعې سمولو لپاره سمدستي شاوخوا ۱۲ اربه ډالرو ته اړتیا لري.

د هېواد د مالي چارو وزیر اسد عمر ویلي چې چین، سعودي عرب او متحده عرب امارات ورته پیسې ورکوي او د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) سره هم د پور پر شرطونو خبرې کوي.

خو پخواني ولسمشر اصف علي زرداري په خپله وینا کې وویل چې ښايي حکومت د اقتصاد په بیارغونه کې بریالی نشي.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د نومبر پر ۳۰مه د پاکستان روپۍ خپل ارزښت نور بایلود او یو امریکايي ډالر په ۱۴۴ روپیو پلورل کېده.

په عین وخت کې د ډېسېمبر پر درېیمه په پاکستان کې د ونډو بازار هم تاواني شو.

خو د پاکستان وزیراعظم ډاډ ورکړی دی چې خراب اقتصادي او مالي حالت "د لنډ وخت لپاره دی."

په پاکستان کې اپوزیشن ګوندونه پر حکومت انتقاد کوي چې د انتخاباتي کیمپېن پر مهال یې له ولس سره کړې ژمنې نه دي پوره کړې، خو د وزیراعظم په ګډون وزیرانو د حکومت د لومړیو درو میاشتو کارکردګي بریالۍ بللې ده.

XS
SM
MD
LG