د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شهباز شريف نيولو پرضد د مخالفو ګوندونو احتجاج


اسلام اباد: د پارلمان ودانۍ مخې ته د مخالفو ګوندونو احتجاج. ۱۱م اکتوبر ۲۰۱۸
اسلام اباد: د پارلمان ودانۍ مخې ته د مخالفو ګوندونو احتجاج. ۱۱م اکتوبر ۲۰۱۸

پاکستان مسلم ليګ ن پارلېماني غړیو د خپل ګوند او د اپوزيشن مشر شهباز شريف د نيولو پرضد د پارلمان ودانۍ مخې ته احتجاجي غونډه رابللې وه چې پکې يې د احتساب پر قامي اداره (نېب) د انتقامي کاروايۍ تورونه ولګول.

د پنجشنبې مازيګر د پخواني سپيکر سردار ایاز صادق په مشرۍ د پارلمان ودانۍ بهر د دواړو اېوانونو ګډه غونډه وشوه چې پکې له مسلم ليګ ن پرته د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ او جميعت علماء اسلام ف ډلې د قامي اسمبلۍ او سېنېټ غړیو ګډون وکړ.

په غونډه کې د اپوزيشن مشر شهباز شريف له ګرفتارۍ سره سره په ملک کې د ګرانۍ او ډالر نرخ په لوړېدو پر حکومت نيوکې وکړې. د پارلماني استازیو وينا وه چې حکومت دې د نېب له لارې د یوه مخصوص ګوند پرضد د انتقامي کاروایانو له کولو ډډه وکړي.

د شهباز شریف نیولو پرضد د پارلېماني غړیو پرلت
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:24 0:00

غونډې ته د مسلم ليګ ن رانا تنوير، سېنېټر مشاهد الله خان، جاويد لطيف، برجيس طاهر او رانا ثناء الله پرته د جميعت علماء اسلام ف سېنېټر عطاء الرحمن او د پښتونخوا معپ سېنېټر عثمان کاکړ هم ويناګانې وکړې.

تر غونډې ورستو د مسلم ليګ ن سېنېټر مصدق ملک مشال راډيو ته وويل په شپږم (۶) اکتوبر يې د ګوند غړیو د قامي اسمبلۍ له سپيکر اسد قېصره د پارلمان غونډې رابللو غوښتنه کړې وه چې پکې د اپوزيشن ليډر په نيولو بحث وکړي خو غوښتنه يې ونه منل شوه نو مجبورا غونډه يې د پارلمان ودانۍ بهر راوبلله.

د دې پوښتنې په جواب کې چې سپيکر د پارلمان غونډه د اکتوبر په اوولسمه (۱۷) رابللې ده نو بیا د پارلمان ودانۍ بهر د غونډې کولو څه ضرورت وو، نو هغه وویل (د ايين ترمخه حکومت باید له دوولسو تر څوارلسو ورځو دننه د اسمبلۍ غونډه رابللې وی او چې په اوولسمه (۱۷) نېټه یې غونډه رابللي نو زموږ په غوښتنه يې ولې مخکې نه رابلله؟ اوس خو موږ په قانوني او اييني طريقې سره خپل دريځ وړاندې کړو او هيله لرو چې په جمهوري طريقه به زموږ خبره واوري او که څه مثبت جواب رانغلی نو د احتجاج دا لړۍ به تر ټول ملک وغځوو.)

د ذکر ده چې د شورو په ورځ مسلم ليګ ن د شهباز شريف نيولو پرضد د پنجاب اسمبلۍ ودانۍ مخې ته هم غونډه رابللې وه.

د پښتونخوا معپ سېنټر عثمان کاکړ مشال راډيو ته وويل نېب لومړی د نوازشريف او د هغه لور مریم نواز او اوس د شهبازشريف پرضد بې بنېاده کېسونه جوړ کړي نو نېب دې د پارلماني غړیو پرضد د بې ځاېه کېسونه له جوړولو ډډه وکړي.

بلخوا د پاکستان تحريک انصاف حکومت دريځ لري چې د شهباز شريف پرضد مقدمه دوی نه بلکې له وړاندې کښل شوې وه او نېب یوه خودمختاره اداره ده او په خپله خوښه کارروایانې کوي.

XS
SM
MD
LG