د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جمال خاشقجي په وژنه تورن ترکیې ته نه سپارو: سعودي


د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر
د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر

د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزیر د ترکیې هغه غوښتنې رد کړي چې د خبریال جمال خاشقجي په وژنې تورن کسان دې ورته وسپاري. په ریاض ښار کې د ډیسېمبر پر ۹مه نېټه د خلیج هېوادونو همکارۍ شورا د سرمشریزي په پای کې عادل الجبیر خبریالانو ته وویل، "موږ خپل وګړي نه شو سپارلی".

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان له سعودي عربه غوښتنه کړې چې د خاشقجي په وژنه تورن کسان دې ورته وسپاري.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې کالموال (کالم نګار) اود امریکا قانوني هستوګن جمال خاشقجي د اکتوبر پر دوهمه د خپلو اسنادانو لپاره په استنبول کې د سعودي کونسلګری ته د ورتللو وروسته لادرکه شوی وو. نوموړي به د سعودي پر حکومت تنقیدونه کول.

جمال خاشقجي
جمال خاشقجي

د ترکیې عدالت د سعودي استخباراتو پخواني مشر احمد ال اسیري او د شاهي عدالت د پخواني سلاکار سعود ال قحطاني د نیولو وارنټ جاري کړی دی. دا دواړه تر هغه وروسته له دندو ګوښه کړل شوي چې سعودي عرب د خاشقجي د وژنې پخلی وکړ.

د ترکیې په حواله، د سعودي ۱۵ کسیزه ډله د خاشقجي د وژنې لپاره استنبول ته ورغلې وه. د خاشقجي د وژنې په تور په سعودي عرب کې لږ تر لږه ۲۱ کسان نیول شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG