د لاسرسي ځای

تازه خبر

سي آی اې وايي، د سعودي ولي عهد د جمال خاشقجي د وژلو امر کړی وو


د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان
د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان

د امریکا د استخباراتو مرکزي اداره - سي ای اې - دې نتیجې ته رسیدلې ده چې د سعودي عرب ولي عهد محمد بن سلمان په ترکي کې د خبریال جمال خاشقجي د وژلو امر ورکړی و.

دا خبر د نومبر پر ۱۷مه لومړی په امریکایي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ کې خپور شو او بیا اېسوشيېټډ پریس او رویټرز خبري اژانس هم دغه خبر ورکړ.

خو د سعودي عرب حکومت یې تردید کړی دی. په دغه رپوټ کې د خاشقجي د وژل کېدو تر ټولو څرګندې ارزونې شوې دي چې پکې د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان د خبریال خاشقجي د وژنې سره نېغ په نېغه د تړاو ذکر شوی دی.

خبر زیاتوي چې دا په امریکایي کانګرېس کې د اتحادي هېواد سعودي عرب خلاف په نورو ګامونو پورته کولو بحث هم پېدا کولای شي.

واشنګټن پوسټ د دې پېښې سره د تړاو لرونکیو خلکو په اړه ویلي دي چې پکې د سي اې اې د راپور ترمخه د محمد بن سلمان ورور او په امریکا کې د سعودي عرب د سفیر شهزاده خالد بن سلمان د هغه ټیلیفون ذکر هم دی چې خبریال جمال خاشقجي ته یې کړی وو.

خو هغه نن پر خپله ټویټر پاڼه د دغه ټیليفوني خبرو تردید کړی دی.

دا له هغه وروسته ده چې د ترکي ولسمشر رجب طيب اردغان د نومبر پر ۱۰مه وویل چې د سعودي خبريال جمال خاشقجي د قتل په اړه ثبت شوي ټيپونه يې امریکا او نورو غربي هېوادونو ته ورکړي دي.

​ولسمشر اردوغان وویل، “موږ هغه ټيپونه امریکا، سعودي عرب، بریتانيا ، فرانسې، جرمني، ټولو ته ورکړي. هغوی په دې کې ټولې خبرې اورېدلای شي. هغوی پوهېږي، چې قاتل یا قاتلان په دې ۱۵کسانو کې يو دي.”

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د اکتوبر پر ۲۵مه ویلي وو چې هېواد یې د سعودي عربستان ځیني چارواکي پېژندلي چې د واشنګټن پوسټ د خبریال جمال خاشقجي د وژنې مسؤلیت ورګرځي.

په لومړي سر کې سعودي عرب د خاشقجې د وژني ترديد کړی وو خو وروسته يې ومنله چې خاشجقي په قونسلګرۍ کې دننه د تحقيق کوونکو سره د وهلو ټکلو په وخت وژل شوی دی.

د واشنګټن پوسټ لپاره کالم لیکونکی سعودي خبریال جمال خاشقجي د سعودي عرب پر حکومت سخت تنقید کونکی وو.

نوموړی د اکتوبر پر دویمه نېټه په استانبول کې د سعودي عرب کونسلګرۍ ته تر تللو وروسته بې درکه شوی وو او وروسته پلټنو وښودله چې دی هم هلته وژل شوی وو.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG