د لاسرسي ځای

تازه خبر

روحاني: پر ايران امریکايي بندیزونه 'اقتصادي ترهګري' ده


د ایران ولسمشر حسن روحاني.
د ایران ولسمشر حسن روحاني.

د ایران ولسمشر حسن روحاني پر خپل هېواد د امریکايي بندیزونو غندنه کړې او دا یې اقتصادي ترهګري بللې ده.

د ډېسېمبر پر اتمه په تهران کې د ترهګرۍ پرضد د شپږو هیوادونو غونډې پر مهال روحاني وویل، که امریکا کامیابه او ایران کمزوری شو، نو غربي هیوادونه به له غیر قانوني مخدره موادو څخه ډک شي.

په غونډه کې د پاکستان، افغانستان، ترکیې، چین، ایران او روس د پارلېمان استازي ګډون کوي.

د ایران پر سرکاري ټي وي په خپرو شویو څرګندونو کې روحاني وویل که ایران کمزوری شو نو د مخدره موادو مخنیوي به ونه کړای شي.

ایران د مخدره موادو په غېر قانوني قاچاق کې د افغانستان او اروپا او د خلیج فارس هیوادونو ترمنځ پروت هېواد دی.

روحاني وویل، د ایران خلاف د امریکا غېر منصفانه او غېر قانوني بندیزونه د ترهګرۍ په مثال دي چې تهران یې په نښه کړی دی.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

XS
SM
MD
LG