د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د ښځو پر وړاندې د تشدد خلاف قوانین پوره نه عملي کېږي'


په ټوله نړۍ کې د ښځو پر وړاندې د تشدد ختمولو مهم چې د نومبر له ۲۵مې پیل شوی د دسمبرتر ۱۰ مې نېټې دوام لري، د دې ۱۶ ورځو مقصد دا دی چې باید د ښځو پر وړاندې د تشدد د ختمولو لپاره کار وشي او په دې اړه په خلکو کې پوهه پېدا کړل شي.

په خېبر پښتونخوا کې د ښځو د حقونو لپاره کارکونکې ادارې وایي پر ښځو د تشدد او یا هم د ناموسي وژنو د مخنیوي په اړه قوانین شته خو دغه بیا عملي کېږي نه.

په تېره میاشت کې ملګرو ملتونو په نړۍ کې پر مېرمنو د کېدونکي تشدد په اړه تازه رپوټ خپور کړی دی.

په رپوټ کې د ورکړل شوو مالوماتو له مخې پر ښځو تر ټولو زیات تشدد په اسیايي هېوادونو کې کېږي.

په سوات کې پر ښځو د تشدد د پېښو په اړه مالومات راټولونکې ادارې (دې اویکننګ) مشر عرفان حسېن بابک وایي اکثره د ځان وژلو یا د خودکشیانو د پېښو تر شاه هم تشدد او کورنۍ شخړې وي او اکثره د غېرتاو پت په نوم وژنو ته د خودکشۍ رنګ ورکړل شي او دغه مسله وړاندې عدالت ته د تلو نه بچ پاتې کړل شي.

مریم بي بي
مریم بي بي

د خوېندو کور ادارې مشره مریم بي بي وايي، د پاکستان حکومت او د سیاستوالانو په ګډون په قانون نافذ کونکو ادارو کې سړي نه غواړي چې ښځې پرمختګ وکړي نو ځکه هم د تشدد خلاف د قانون په عملي کولو کې دلچسپي نه لري.

تاندې هیلې
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:13:36 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG