د قطر د انرژۍ وزير سعد شريدا القابي ويلي، هېواد به يې د روان کال تر پای پورې د تيلو وارېدونکو هېوادونو سازمان اوپېک پرېږدي.
القابي ددې فيصلې اعلان د ډېسېمبر پر درېيمه نېټه د قطر په پلازمينه دوحه کې د خبري غوڼدې پر مهال وکړ او وې ويل چې پر دې فيصله به د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ په مياشت کې عمل وشي.
نوموړي زياته کړه،دوی تر اعلان له مخه اوپېک د فيصلې په اړه خبر کړی وو.
په يوه بيان کې ښاغلي قابي ويلي، قطر پلان لري چې د مايع ګېس واورېدول زيات کړي او دا کچه د هرکال په حساب له ۷۷ ملينه څخه ۱۱۰ ملينه ټن ته ورسوي.
هغه دا هم وويل چې هېواد به يې د تيلو ورځنۍ توليد له ۴۸ لاکه څخه ۶۵ لاکه بېرل ته زيات کړي.
ويانا مېشت سازمان اوپېک په دې اړه په سمدستي توګه غبرګون نه دی ورکړی.