د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانۍ روپۍ د ډالر په مقابله کې د تاريخ تیټې کچې ته لوېدلې


د پاکستان په تاريخ کې په لومړي ځل د یو ډالر نرخ یو سل دوه څلوېښت (۱۴۲) روپیو ته ختلی دی چې تيره ورځ یو سل څلورديرش (۱۳۴) روپۍ وو.

نن د ورځې په پیل کې د پاکستان په بانکونو کې د روپۍ په ارزښت کې نېږدې پنځه (۵) فيصده کمي ورستو دا مهال د یو امريکايي ډالر نرخ د اتو (۸) روپیو اضافې سره یو سل دوه څلويښت روپیو ته رسېدلی دی.

د پاکستان خراب اقتصادي حالاتو له وجې له تېر څه وخت راهسې د پاکستانۍ روپۍ ارزښت پرله پسې غورځېږي، د روان کال په پیل کې د یو ډالر نرخ یو سل لس روپۍ وو چې اوس یو سل دوه څلويښتو ته رسیدلی دی.

وفاقي وزير فیصل واوډا د نومبر پر ۳۰ مه په کراچۍ کې خبریالانو ته وويل چې په راتلونکیو دوو دریو ورځو کې به د ډالر نرخ راټیټ شي.

د کارپوهانو په وينا د روپۍ په نرخ کې کې دومره کمی د پېسو نړيوال صندوق (ای اېم اېف) د پور لپاره ايښودل شوي شرط نتيجه معلوميږي.

پاکستان حکومت له ای اېم اېف سره د پور لپاره خبرې روانې دي او یادې ادارې ورته ځینې شرطونه ايښي ول چې پکې د ډالر په پرتله د روپۍ نرخ کمول هم شامل دي.

د پاکستان تحريک انصاف حکومت چې کله د اکتوبر په مياشت کې له ای اېم اېفه د پور اخیستو فیصله وکړه نو هغه وخت هم د یو ډالر نرخ یو سل اته دېرش (۱۳۸) روپیو ته ورسېدلو چې یو څو ورځې ورستو بیرته یو سل څلوردېرش (۱۳۴) روپیو ته راټیټ شو.

په نړیوال اسلامي پوهنتون کې د معاشياتو استاذ ډاکټر معراج الحق وايي د ډالر نرخ له زياتېدو سره هغه شیان چې پاکستان يې له بهر هېوادونو اخلي، نرخونه به یې لوړېږي چې له دې سره به په هېواد کې ګرانۍ نوره هم زياته شي.

د نوموړي وينا وه چې د بانکونو دننه د ډالر نرخ له ختلو سره پر پاکستان پور تر اووه نيم سوه (۷۵۰) اربه روپیو نور زيات شوی دی.

د یادونې ده چې اوسني حکومت په خپلو لومړیو سلو ورځو کې د ګېس او بجلۍ نرخونه هم زيات کړي ول چې لوجې ګراني زیاته شوې ده خو وزيراعظم عمران خان د زيارت په ماښامله پاکستانیانو سره ژمنه وکړه چې ژر به هېواد له دې سختو حالاتو وباسي.

XS
SM
MD
LG