د لاسرسي ځای

تازه خبر

چوهدري: له چين سره سوداګري په پاکستانۍ سیکه کوو


فواد احمد چوهدري
فواد احمد چوهدري

د پاکستان اطلاعاتو وزير فواد احمد چوهدري وايي له چين سره یوداګري په چينايي او پاکستانۍ سیکه ځکه سلا شوي چې د روپۍ ارزښت و نه لوېږي.

نوموړي د نومبر په پنځمه په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې دا پرېکړه د چين چارواکو او بيجينګ ته ورغلي، وزيراعظم عمران خان ترمنځ د خبرو پر مهال شوې ده. هغه زياته کړه: ((د پاکستان او چين ترمنځ تجارت به تر دې وروسته په يان يا د چين په پېسو کې کېږي. دې سره به ډالرو د ګردش يا سودا نه کېدو له وجې د پاکستان پر سټېټ بېنک بوج نه راځي. دا کار زموږ د پېسو د ارزښت ساتلو په لړ کې د چين د مرستې برخه ده.))

د نومبر په پنځمه يو ډالر په ۱۳۳ اعشاريه شپږ شپېته پاکستانۍ روپۍ خرڅېده. دا په تېرو څو کلونو کې د روپۍ ارزښت تر ټولو ډېر کمېدل ښيي.

د اقتصادي چارو پوه اکرام هوتي مشال راډيو ته وويل چې په نړۍ کې ځيني وخت دوه هېوادونه د ډالر پر ځای په خپلو پېسو کې د تجارت پرېکړه کوي خو هغه زياتوي چې چين سره د داسې کولو پاکستان ته ګټه نشته. ((د فايدې پر ځای نقصان لري. که د پاکستانۍ روپۍ ارزښت ښه هم شي نو بيا به يې هم چين ته ګټه ځکه ډېره وي چې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ معاهدو ته په کتو سره به پاکستان چين ته کم مال لېږي خو د چېن به ډېر راځي. مطلب دا شو چې د پاکستان روپۍ به نه شي کولی چې ډېر يان [چينايي پېسې] واخلي.))

تجارت لپاره ډالر ښه دي که نورې پېسې؟

دا په داسې حال کې ده چې په نړۍ کې ډېر هېوادونه د خپل منځي تجارت لپاره امريکايي ډالر کاروي. د پاکستان خزانې وزير اسد عمر په دې وروستيوو کې ويلي چې د بهرنيوو قرضونو خلاصولو او اقتصادي بحران څخه بچ کېدو لپاره نهه اربه ډالرو ته ضرورت لري.

د دې لپاره يې له سعودي عرب څخه د شپږ اربه ډالر اخيستو تړون کړی خو له ځينو نورو هېوادونو او د پېسو نړيوال صندوق يا آيي، ايم، ايف څخه د قرض پرېکړه هم پر ځای ساتلې.

د اقتصادي چارو پوه، اکرام هوتي وايي پاکستان ته د خپل اقتصاد سم ساتلو لپاره د برامداتو زياتولو بغېر بله چاره نشته خو د هغه په وېنا دا کار به له لسو څخه تر پنځلسو کلونو پورې وخت ونيسي. ((په پاکستان کې معدنونه نشته دی. زراعت يې ښه دی. آن په څارويوو سرمايه کاري کولی شي. په دې هر څه بايد دومره کار وکړي چې بهر ته يې ولېږلی شي. برامداتو سره به د پاکستان اقتصاد ښه کېږي.))

XS
SM
MD
LG