د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: د غېب کړل شوو بلوڅانو موندلو لپاره مظاهرې شوې


پخوانی تصوير: ماما قدیر بلوڅ د ورکو خلکو موندلو لپاره له کوټې تر اسلام اباده پېدل مزل هم کړی وو
پخوانی تصوير: ماما قدیر بلوڅ د ورکو خلکو موندلو لپاره له کوټې تر اسلام اباده پېدل مزل هم کړی وو

د نومبر په ۱۹مه په کوټه کې په زرګونو خلکو د پاکستان له رياسته وغوښتل چې غېب کړل شوي کسان دې تر موندلو وروسته عدالت ته حاضر کړي.

په دې مظاهرو کې د مدني ټولنو او بشري حقونو لپاره کارکوونکو سربېره د لادرکو بلوڅانو لپاره اواز پورته کوونکي تنظيم يا Voice for Missing Baloch People ګڼ غړي هم شامل وو. د دې تنظيم مرستيال مشر ماما قدير بلوڅ د نومبر په ۱۹مه مشال راډيو ته وويل چې دا ځل یې مظاهره ځکه لويه وه چې پښتنو هم ورسره پکې برخه اخيستې وه.

هغه زياته کړه. ((ما د دې غېب کړل شوو ليست د پاکستان چارواکو او ملګرو ملتونو ته ورکړی دی. دا مې هم ورته ويلي چې تاسي ورشئ پخپله وګورئ. له هر کوره يو يا دوه کسه وړل شوي دي. زموږ غوښتنه دا ده چې که امنيتي ادارې څوک ملزم ګڼي نو هغه دې عدالت ته وړاندې کړي. عدالت که هره فېصله کوي، موږ يې منو.))

زموږ د شمېرو تر مخه له پنځه زرو زیات بلوڅان غېب کړل شوي دي. موږ دا ليست د اړونده چارواکو سره شريک کړی دی
اغا حسن بلوڅ

د پاکستان پوځ په تېرو وختونو کې ورته دا ادعاوې بې بنياده بللي چې په زرګونو خلک غېب کړل شوي. د پوځ وياندانو څو ځل په خبري غونډو کې ويلي چې د لسګونو په شمېر کې غېب کړل شوو دې کسانو موندلو لپاره د حکومت يو کمېشن کار کوي. د اطلاعاتو وفاقي وزير فواد چوهدري د نومبر په پنځلسمه په پارليمان کې وويل چې حکومت یې د غېب کړل شوو کسانو موندل جدي اخيستې او کار پرې روان دی. خو ماما قدير مشال راډيو ته ويلي چې حکومت په خپلو ژمنو عمل نه کوي.

په همدې حال کې د تحريک انصاف حکومت سره د شپږو شرطونو په بنياد شامل شوي ګوند، بلوچستان نېشنل پارټي غړي وايي په دې لړ کې پرمختګ شوی دی.

په پارليمان کې د دې ګوند غړي اغا حسن بلوچ د نومبر په ۱۹مه مشال راډيو ته وويل په شپږو شرطونو کې د دوی لومړی شرط دا وو چې لادرکه کړل شوي کسان به موندل کېږي. ((تر اوسه دوه سوه يا دوه نيم سوه کسان راخلاص شوي دي خو اکثريت لا هم نه دې خوشي شوي. موږ غواړو چې د حکومت سره کومه معاهده شوې د هغې له مخې دا د غېب کړل شوو خلکو مسله حل شي. موږ جمهوري خلک يو او غواړو دا ستونزه په جمهوري طريقې حل شي خو که تر يوه کاله پورې حل نه شوه نو بيا به موږ حکومت پرېږدو او په اپوزېشن کې به کښېنو.))

له نيزدي پنځوسو کلونو راهيسې په بلوچستان کې ځينې وسله والې ډلې له پاکستانه د ازادۍ لپاره وسله واله مبارزه کوي. په دې دوران کې د پاکستان بشري حقونو کمېشن او د انساني حقونو لپاره نړيوالو ادارو څو ځل د خپلو رپورټونو په خپرولو سره د امنيتي ادارو په لاس د خلکو غېبول او زورول غندلي دي خو پوځ په بيا بيا دا تورونه رد کړې او وايي هلته د خپلې خاورې په حفاظت بوخت دي.

XS
SM
MD
LG