د لاسرسي ځای

تازه خبر

اڅکزي په پوځ او نورو ادارو کې د پښتنو مساوي برخې غوښتنه وکړه


اڅکزی وايي ملګري ملتونه دې د افغانستان سولې هڅې وکړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:29 0:00

اڅکزی وايي ملګري ملتونه دې د افغانستان سولې هڅې وکړي

کوټه - د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي غوښتنه کړې ده چې د پاکستان په پوځ او نورو چارو کې دې پښتنو ته مساوي ونډه ورکړای شي.

نوموړي د ډېسېمبر پر دویمه د کوټې په صادق شهید لوبغالي کې د ګوند د بنسټګر، ملتپاله سیاستوال او مبارز خان شهید عبدالصمد خان اڅکزي د ۴۵م تلین په مناسبت غونډې ته په وینا کې وویل، په پوځ کې د ټولو قامونو برابره ونډه اړینه ده:

"د پاکستان پوځ به داسې وي چې په هغه کې به پښتون له بل سره برابر وي."

اڅکزي وویل، په پوځ کې باید پښتانه، سرایکیان، سیندیان، بلوڅان او پنجابیان ټول ونډه ولري او د جنرالۍ رتبې ته ورسي.

وروره، په [چاودنو] ملکونه نه چلېږي.
محمود خان اڅکزی

د پاکستان د پوځ د افسرۍ لپاره ګمارنې انټر سروېسېز سېلېکشن بورډ یا ای اېس اېس بي د ازادې سیالۍ او ازموینو له لارې کوي.

محمود خان اڅکزي وویل، د ترهګرۍ پر ضد په جګړه او ناامنیو کې پښتانه تر ټولو زیات ځپل شوي دي. نوموړي د بلوچستان په چمن، کلا سیف الله او پښین کې د ناامنیو وروستۍ پېښې وغندلې او ویې ویل: "موږ خواست کوو او ورته وایو چې وروره، په [چاودنو] ملکونه نه چلېږي."

اڅکزي په خپله وینا کې پر افغان ولسمشر اشرف غني او د افغانستان د جګړې پر ټولو خواو غږ وکړ چې سره دې کښېني او د خبرو له لارې دې ۴۰ کلن تاوتریخوالی او ناامنۍ پای ته ورسوي.

ده له ملګرو ملتونو هم غوښتنه وکړه چې د افغانستان د شخړې حل لپاره دې اقدامات وکړي.

د خان شهید تلین غونډې ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د لوړپوړو سیاستوالانو او غړو سره، ګڼ پلویان او فعالان هم ورغلي ول.

عبدالصمد خان اڅکزی د ۱۹۷۳ز کال د ډېسېمبر پر دویمه، شپې مهال د خوب پر خونه په بمي برید کې وژل شوی وو.

نوموړي له وړوکوالي څخه د هند پر نیمه وچې د برتانیې د واکمنۍ ضد سیاسي مبارزه پیل کړې وه او لسیزې بند یې تېر کړی وو.

دی د خان شهید په نوم پېژندل کېږي ګوند یې هر کال تلین لمانځي.

XS
SM
MD
LG