پر ډیورنډ کرښه پروت سرحدي ښارګوټي چمن کې په چارشنبه په یوه جومات کې د ماښام لمانځه پرمهال یوه زوروره چاودنه وشوه.
له چاودنې د جومات امام حافظ مطیع الله په ګډون ۱۲ کسان ټپیان شوي دي، چېپکې دوه تنه سخت ژوبل دي او د لا درملنې لپاره یې کوټې ته وړي دي.
د چمن پولیسو مشر عطا الله شاه خبریالانو ته وویل، له لومړنيو پلټنو ښکاري چې باروت د جوماتپه محراب کې پټ کړل شوي ول. د پېښې په تړاو لاهم هېڅوک نه دي نیول شوي او نه یې چا ذمه واري پرغاړه اخیستې ده.