د باجوړ ضلعې په انات کلي کې یوې بمي چاودنې دوه کسان وژلي دي. د سیمې مرستیال کمشنر دفتر مشال راډیو ته وویل دغه چاودنه د نومبر پر ۲۹مه ماښام تر لمانځه وروسته د سړکغاړې هغه مهال وشوه چې د سیمې یو ځایي کس مولوي امان الله موټر له دغه ځایه تېرېدلو.
د چارواکو په خبره مولوي امان الله او له هغه سره په ګاډي کې ناست یو ځايي تن محمد عامر په پېښه کې وژل شوي دي.
چارواکي وايي تر شپې ناوخته د لیویزو ځواکونو او ایف سي په سیمه کې ولټوله خو لا یې هم هېڅوک نه دي نیولي.
د نومبر پر ۲۱مه هم په چارمنګ باجوړ کې ورته پېښې دوه ځايي اوسېدونکي وژلي ول.