د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د تحريک لبېک مشر او لسګونه غړي نيول شوي


د تحريک لبيک پاکستان خلاف کاروايي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:50 0:00

د تحريک لبيک پاکستان خلاف کاروايي

پراګ - پاکستاني چارواکو هغه سخت دريځی ديني عالم نيولی چې پلويانو يې د سپريم کورټ لخوا د عيسوۍ ښځې اسيې بي بي د خوشي کولو پر ضد له تشدده ډکې احتجاجي مظاهرې کړې وې.

د پنجاب صوبې د اطلاعاتو وزير فياض الحسن چوهان د نومبر پر ۲۴مه مشال راډيو ته وويل چې د تحريک لبيک پاکستان مشر مولانا خادم حسين رضوي يې په حفاظتي تحويل کې اخيستی او د ياد ګوند لسګونه کارکونکې يې نيولي دي. ده وويل، دا د حکومت خوښه ده چې څومره موده پورې خادم رضوي په تحويل کې ساتي. نوموړي زياته کړه د نومبر د ۲۳مې شپې راهيسې يې د دې ډلې د غړو پر ضد عمليات پېل کړي او نن به هم دوام لري.

بل پلو د پاکستان د اطلاعاتو وفاقي وزير فواد چودري د نومبر پر ۲۴مه پر خپل ټويټر په خپاره کړي بيان کې ويلي چې امنيتي ځواکونو خادم حسېن په حفاظتي تحويل کې تر اخيستو وروسته مېلمستون ته لېږلی دی.

نوموړی وايي،د هغه نيول د اسيه بي بي له مقدمې سره تړاو نه لري بلکې دا ګام يې تر هغه وروسته پورته کړ کله چې ياده ډله د نومبر د ۲۵مې له اعلان کړي احتجاج نه په شا نه شوه.

بلخوا د خادم حسېن رضوي زوی حافظ سعيد رسنيو ته ويلي دي چې د ګوند لخوا به يې د نومبر پر ۲۵مه د راولپينډۍ په لياقت باغ کې ټاکل شوې جلسه په هر حال کې کېږي.

اخوا پوليس وايي چې د رضوي تر نيولو سمدستي وروسته د هغه له پلويانو سره په نښتو کې لږ تر لږه پنځه کسان ژوبل شوي دي.

په اسلام اباد کې خبريال انعام خټک وايي چې د حکومت له لوري دا موقتي ګام نه دی.

"دا د حکومت يو سټراتيجک ګام دی. دا د سپريم کورټ فيصله ده او دا يوازې د تحريک لبېک خبره نه ده، بلکې چې څوک هم د سپريم کورټ پريکړې پر ضد احتجاج کوي نو د هغوی خلاف کاروايي پکار ده او په دي کې هيڅ جواز نه جوړېږي."

بلخوا په اسلام اباد کې خبريال او د سياسي چارو پوه حسن خان وايي چې په موجوده وخت کې حکومت او پوځ پر يوه پاڼه دي نو ځکه يې دا ګام پورته کړی دی.

"د پاکستان پوځ مشر پرون يو بيان ورکړd و چې د مذهب په نامه به هيچا ته اجازه ورنکړي چې په هېواد کې اړی ګړی جوړ کړي. په موجوده وخت کې تحريک لبېک په دې بدګماني کې پرېوتل نه دې پکار ځکه چې له حکومت سره رسنۍ هم ولاړې دي. زما په خيال د هېواد ټولې طبقو او ادارو د دې ګام هرکلی کړی او حکومت سره ولاړ هم دي"

د اکتوبر په ۳۱مه چې کله د پاکستان سپريم کورټ د مذهب سپکاوي په تور نيول شوې ښځه اسيه بي بي بېګناه وګرځوله او د هغې د خوشې کولو امر يې وکړ نو د خادم حسین رضوي پلويانو د هيواد په بېلا بېلو ښارونو کې تر دريو ورځو پورې له تشده ډکې مظاهرې او احتجاجې ناستې کړې وې چې يو شمېر ودانيو، تجارتي مرکزونو او ګاډو ته يې زيان رسولی و او ځېنې أويې لارې هم بندې کړل شوي وې.

خو بیا د حکومت او تحريک لبېک پاکستان تر منځ لوظنامه وشوه چې پکې د اسيه بي بي فېصلې ته د بیا کتنې، د هغې نوم د ممنوع الخروج کسانو په ليسټ کې د اچولو او د تحريک لبېک د نيول شویو کسانو د خوشې کولو نکاتو باندې سلا شوې ول.

د حکومت او یادې ډلې ترمنځ پر شوې دغې لوظنامې په پاکستان کې د اپوزيشن غړو او د بشري حقونو تنظيمونو لخوا هم نيوکې شوي وې.

د پاکستان د بشري حقونو وفاقي وزيرې شيرين مزاري پر خپل ټويټر پاڼه ليکلي وو چې د وينې بهېدنې د مخنيوي لپاره مفاهمت غېر رياستي عناصرو ته خطرناکه پېغام ورکوي او دا د سوله ييز جمهوري احتجاج بنیادي تصور کمزوری کوي.

د پاکستان د بشري حقونو قامي کميسيون هم د حکومت او تحريک لبېک تر منځ شوی تړون غندلی او ويلي يې دي چې حکومت د رياستي عملدارۍ په نافذولو او د قانون واکمنۍ برم ساتلو کې ناکامه شوی دی.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

XS
SM
MD
LG