د لاسرسي ځای

تازه خبر

له حکومت سره تر لوظنامې وروسته تحريک لبېک پاکستان احتجاج ختم کړ


د پاکستان په لاهور ښار کې د اسيه بي بي د خوشي کولو پر ضد احتجاج
د پاکستان په لاهور ښار کې د اسيه بي بي د خوشي کولو پر ضد احتجاج

اسلام اباد - د پاکستان د سپریم کورټ لخوا د عيسوۍ ښځې اسیه بي بي د خوشې کېدو د پرېکړې پر ضد روان د تحریک لبېک پاکستان احتجاجونه او پرلتونه د حکومت او د یادې ډلې ترمنځ د یوې لوظنامې وروسته پای ته رسېدلي دي.

د سپريم کورټ د چيف جسټس ثاقب نثار په مشرۍ درې کسيزه جرګګۍ دغه پرېکړه د اکتوبر ۳۱ وکړه چې سمدستي وروسته تحريک لبېک پاکستان او يو شمېر نورو مذهبي سختدريځو ډلو په احتجاج لاس پورې کړ. د دې درې ورځينو احتجاجونو او مظاهرو پر مهال یوشېمر ګاډي او موټرسایکلونه وسوځل شول او یو شمېر سرکاري او غېر سرکاري ودانیو او پلورنځيو ته هم زیان ورسول شو. د مظاهرچيانو وينا وه ترڅو چې حکومت او عدالت دې پرېکړې ته له سره بيا کتنه نه وي کړې، احتجاجونه به يې روان وي.

تر درې ورځنيو احتجاجونو وروسته د نومبر پر دويمه ناوخته د پاکستان وفاقي حکومت او د پنجاب صوبايي حکومت د تحریک لبېک پاکستان له مشرانو سره تر خبرو اترو وروسته جوړجاړي ته ورسېدل او پر پنځو نکاتو مشتمله لوظنامه يې لاسليک کړه.

په لوظنامه کې راغلي چې د اسيې بي بي مقدمې ته د بيا کتنې غوښتنه په سپريم کورټ جمع کړل شوې ده او پر دې باندې به حکومت څه ډول اعتراض نه کوي. په دويمه نکته کې راغلي چې د اسيې نوم ممنوع الخروج اعلانېږي او حکومت به له پاکستانه بهر د هغې پر وتلو بنديز لګوي.

دريمه نکته کې راغلي چې د اسيې پر ضد که کوم شهادتونه یا ثبوتونه مخې ته راغله نو په دې اړه به په سمدستي توګه قانوني کاروايي کېږي.

څلورمه نکته کې راغلي چې د اسيې د خوشي کېدو پر ضد د احتجاج پر مهال چې کوم کسان نيول شوي دي، هغه دې په سمدستي توګه راخوشي کړل شي او په پنځمه نکته کې راغلي چې په دې پېښه کې که څوک بې له څه ډول جوازه ځورول شوي وي يا تکليف ورته رسېدلی وي نو تحریک لبېک پاکستان بښنه ورنه غواړي.

تر لوظنامې وروسته د تحریک لبیک پاکستان مشر خادم حسېن رضوي په لاهور کې يوې خبري غونډې ته وويل چې که پر دې لوظنامه باندې عمل ونه شو نو دوی به بیا خپل احتجاج پېلوي. نوموړي پر دې مهال زياته کړه چې له لوظنامې سره سم دې همدا وخت د دوی ټول نيول شوي غړي له تاڼو خوشي کړل شي. هغه پر خپل پلويانو هم غږ وکړ چې د هېواد په هر ګوټ کې دې خپل احتجاج پای ته ورسوي او کورونو ته دې لاړ شي.

له تحريک لبېک پاکستان سره په شوې لوظنامه کې د حکومت له اړخه د مذهبي چارو مرکزي وزیر نور الحق قادري او د پنجاب صوبې د قانون وزیر راجه بشارت لاسليکونه کړي دي. بل پلو د تحريک لبېک پاکستان سرپرست اعلا پير محمد افضل قادري او د دې تحريک مرکزي ناظم محمد وحيد نور لاسليکونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG