د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چمن ښارګوټي په جومات کې د چادونې ضد هړتال او لاریون


د بلوچستان پښتون مېشتې سیمې په چمن ښارګوټي کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په غوښتنه نن په بشپړه توګه هړتال او کاربندیزدی. ټوله دکانونه اوکارباري مرکزونه بند دي او پر سړکانو ګاډي هم لږ ترسترګو کېږي.

دغه هړتال د چارشنبې په ماښام د ښارګوټي په یوه مرکزي برخه کې په یوه جومات کې د لمانځه پر مهال د شوې چاودنې پرضد کېږي چې د ملا امام په ګډون یې ۱۲ تنه ژوبل کړي ول.

د کاربندیز پرمهال یو احتجاجی لاریون هم راوتلی وو او د ښارګوټي له بېلا بېلو برخو تر تېرېدو وروسته پر سلاتین چوک باندې په یوه لویه ولسي غونډه بدل شو.

چمن کې د پښتونخوا معپ غونډه
چمن کې د پښتونخوا معپ غونډه

په لاریون کي د پښتونخواملي عوامي ګوند د مشرانو ډاکټرحامد اڅکزي او د قامي اسمبلي پخواني غړي قهار ودان په ګډون د عوامي نېشنل ګوند او جمعیت علماء اسلام کارکنانو او ښاریانو هم ګډون کړی وو.

لاریونوالو په لاسونو کې د بمي چاودني او د ترهه ګرۍ پرضد لیکلي شعارونه را-اخیستي ول او له حکومته یې په پېښه کې د تورنو کسانو د نیولو غوښتنه کوله.

یاده دې وي چې د نومبر پر ۲۱مه په جومات کې دننه له چاودنې د جامع مسجد امام حافظ مطیع الله په ګډون ۱۲ کسان ژوبل شوي وال. که څه هم پولیسو د ناڅرګندو کسانو پرضد مقدمه کښلې خو لا یې هم هېڅوک نه دي نیولي او نه هم هېڅ یوې ډلې د هغې پېښې زمه واري منلې دي.

XS
SM
MD
LG