د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران کې د بشري حقونو فعال عبدالفتاح سلطاني خوشې شو


عبدالفتاح سلطاني.
عبدالفتاح سلطاني.

ایرانۍ رسنۍ وايي، د بشري حقونو نومیالی وکیل عبدالفتاح سلطاني د اووه کلونو تر بند تېرولو وروسته خوشې شوی دی.

د هېواد نیمه رسمي خبري اژانس اېسنا د نومبر پر ۲۱مه ویلي چې سلطاني تر هغې وروسته له خپلې کورنۍ سره یو ځای شو چې د سې شنبې پر ورځ انقلاب ساتونکي ځواک یې د خوشې کولو پرېکړه وکړه.

هلته اېرنا خبري اژانس د نوموړي د وکیل له خولې ویلي چې چارواکي د سې شنبې پر ورځ پر مشروط ضمانت د سلطاني پر خوشې کولو سلا شول او دی پرون له زندانه ازاد شو.

خو خپلواکه رسنۍ د نوموړي د خوشې کېدو تصدیق نه شي کولای.

له ایراني قانون سره سم، سزا شوي کسان د خپل بند نیمايي مودې تر پوره کېدو وروسته په مشروط ضمانت خوشې کېدای شي.

سلطاني د سولې نوبېل انعام له ګټونکې شیرین عبادي سره یو ځای د بشري حقونو د مدافعینو مرکز پرانیستی وو چې اوس په ایران کې تر بندیز لاندې دی.

چارواکو نوموړی په ۲۰۱۱ز کال کې ونیو او وروسته یې ورته د پروپیګنډې کولو او د اپوزیشن د ناقانونه ډلې جوړولو په تورونو د ۱۳ کلونو د بند سزا واوروله.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG