افغان چارواکي وايي، په بادغیس ولایت کې پر افغان پوځي قافلې په وسله وال برید کې څلور سرتېري وژل شوي دي.
د بادغیس د ولایتي شورا غړی محمد ناصر نظري وايي، پېښه د نومبر پر ۲۲مه سهار وختي په مرکز قلعه نو کې شوې چې پکې اووه سرتېري ژوبل هم دي.
د ده په خبره، وسله والو هغه مهال برید کړی چې د افغان ځواکونو قافله له ښاره تېرېده.
هلته د لوګر د ولایتي شورا مشر محمد ناصر غیرت وايي چې بېګا په سیمه کې په بمبارۍ کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي دي.
د ده په خبره، د شپې ناوخته افغان ځواکونو له وسله والو سره د جګړې پر مهال له ناټو څخه د هوايي برید غوښتنه وکړه.
تر اوسه دا نه ده معلومه چې په وژل شویو کې څومره ولسي وګړي دي خو د لوګر ولایتي ویاند خالد ساپی وايي، د پېښې پلټنې روانې دي.
ناټو هم د بمبارۍ په اړه څه نه دي ویلي.