د لاسرسي ځای

تازه خبر

اردوغان: د خاشوقجي د وژنې په معامله کې باچا سلمان شامل نه و


د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي د سعودي خبریال جمال خاشوقجي د وژنې امر د سعودي عرب د حکومت د لوړ پوړو چارواکو لخوا راغلی و خو وې ویل چې باور کوي په دې معامله کې باچا سلمان نه و شامل.

اردوغان د نومبر پر دویمه په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې په یوه لیکنه کې ویلي چې هیواد یې په استنبول کې د سعودي قونصلګرۍ کې د دغه خبریال د وژنې د واقعاتو په اړه د معلوماتو په راغوڼدولو کې هر ممکنه هڅه کړې ده.

د نوموړي په خبره د دې نتیجه دا راووتله چې نړۍ ته معلومه شوه چې خاشوقجي د یوې خاصې ډلې لخوا په بې رحمۍ سره ووژل شو او دې نتیجې ته ورسېدل چې د هغه وژنه پلان شوې وه.

ریاض له دغو تورونو انکار کوي چې د خبریال په وژنه کې شاهي کورنۍ لاس لري او تور یې پر اېجنټانو لګوي. خو بیا هم د وليعهد محمد بن سلمان په اړه شکونه او شبهات پیدا شوي دي ځکه چې له قضيې سره په تړاو نیول شوي ۱۸ کسان له وليعهد سره اړیکې لري. اردوغان لیکلي ورته معلومه ده چې دغه کسان په ورکړل شوي امر د عمل کولو لپاره ورغلل چې خاشوقجي ووژني او لاړ شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG