د لاسرسي ځای

تازه خبر

جان لېنسینګ: د جمال خاشقجي په ورکېدو خپه یم


جمال خاشقجي
جمال خاشقجي

د نړيوالو رسنيو امريکايي ادارې مشر جان لېنسینګ وايي د سعودي خبريال جمال خاشقجي په ناڅاپه لا درکه کېدو سخت خپه دی. نوموړي په چارشنبه په يوه بيان کې ويلي دي چې هغه د رسنيو،حکومتونو او بشري حقونو له هغو چارواکو سره شامل دی چې د خاشقجي د موجوده اوسېدو ځای په اړه د مالوماتو غوښتنه کوي. لېنسینګ وايي له بده مرغه دا پېښه په نړيواله کچه د رسنيو پرضد د مخ په زياتېدونکیو دړکو برخه ده.

د نړيوالو رسنيو امريکايي ادارې مشر جان لېنسینګ
د نړيوالو رسنيو امريکايي ادارې مشر جان لېنسینګ

نوموړي زياته کړه چې هره ورځ د نورو خبريالانو ترڅنګ هغه خبريالان له خطرو سره مخامخېږي چې د نړيوالو رسنيو امريکايي ادارې د پينځو څانګو لکه د امريکا غږ ، رېډيو فري يورپ، راډيو فري اسيا، کيوبا براډ کاسټنګ او میډل ايسټ براډ کاسټنګ نېټورکس لپاره کار کوي. د جان لېنسینګ په خبره دا خبريالان يوازې له دې وجې له خطرونو سره مخامخېږي چې دوی ریښتیا رپوټوي.

بلخوا د امريکا ولسمشر ويلي، د سعوي وګړي جمال خاشقجي په اړه يې د سعودي عرب له يوه لوړ پوړې چارواکي سره خبرې کړې دي. جمال خاشقجي چې سعودي مخالفه خبريال دی او د واشنګټن پوسټ لپاره يې ليکنې کولې تېره اوونۍ په ترکي کې د سعودي عرب له کونسلګرۍ لادرکه شوی وو. په خپل دفتر کې ډونلډ ټرمپ وويل چې دا ډېر خپه کوونکی او ناوړه حالت دی او نشو پرېښودلای چې له يو خبريال او يا له بل هر چا سره دغسې يو کار وشي. نوموړي زياته کړه، چې ددهه په فکر دوی به ددې ستونزې تل ته ورسېږي.

جمال خاشقجي چې پر سعودي شاهي کورنۍ يې سخت تنقيد کولی هغه وخت لادرکه شو چې له خپلې ترکۍ نامزدې سره د واده په خاطر د کاغذي کاروايی مکمولو لپاره د سعودي عرب کونسلګرۍ ته ولاړ.

سعودي عرب وايي چې خاشقجي لږ وخت وروسته له کونسلګرۍ ووت او د ځينو ترکي چارواکو هغه تورونه ردوي چې خبريال په کونسلګرۍ کې دننه وژل شوی دی.

ډونلډ ټرمپ دا نه وويل چې ايا هغه له سعودي ځایناستي (ولي عهد) شهزاده محمد بن سلمان سره خبرې وکړې او که څنګه.؟

د ترکي حکومت پلوه ورځپاڼه صباح ليکي چې د سعودي وژونکې ډله په هم هغه ورځ په دوو جېټ الوتکو کې ترکي ته رسېدلې وه په کومه ورځ چې جمال خاشقجي لادرکه شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG