په پاکستان کې افغان سفیر ویلي، افغان مشرانو په پوره درناوي د پولیس افسر طاهر داوړ مړی سمبال او پر تورخم یې پاکستانیو چارواکیو ته وسپاره.
حضرت عمر زاخېلوال د نومبر پر ۱۶مه پر ټوېټر تر هغې وروسته بیان خپور کړی چې د نومبر پر ۱۵مه ماخوستن د پاکستان پوځ ویاند مېجر جنرال اصف غفور پر ټوېټر په بیان کې ولیکل چې د طاهر داوړ تښتونه، په افغانستان کې یې مړی موندل کېدل او بیا د جسد سپارلو پر مهال د افغان چارواکو چلند شک ورپیدا کړی دی چې دا کار ښايي په افغانستان کې د یوه ترهګر سازمان نه وي.
افغان سفیر په ننني بیان کې لیکلي چې افغان قامي مشرانو د داوړ مړی وموند، غسل یې ورکړ، جنازه یې وکړه او بیا یې په پوره درناوي پر تورخم پاکستانیو چارواکو ته وسپاره ځکه چې دا د پښتنو دود دی.
بیان وايي، دا برخورد د دواړو خواو د پښتنو د وېش پر ځای باید د یووالي لپاره وکارول شي.