پاکستان له ټویټره د هغه مبینه جعلي تصویر لرې کولو غوښتنه کړې چې پکې اسیه بي بي په یو بل هېواد کې ښودل شوې ده.
د پاکستان حکومت دغه غوښتنه د ټویټر تر څنګ له نورو رسنیو هم کړې او ویلي یې دي چې اسیه بي بي دا مهال په پاکستان کې ده او د سختدریځو مذهبي ډلو لخوا د مرګ د دهړکو له کبله په هېواد دننه په نامعلوم ځای کې ساتل کېږي.
سپریم کورټ د اکتوبر په ۳۱مه عیسوي میرمن اسیه بي بی د ثبوتونو د نشتوالي له وجې د مذهب د سپکاوي له توره پاکه ګرځولې او خوشي کړې ده.
د پاکستان سپریم کورټ او نشریاتو وفاقي وزیر فواد چودري د نومبر پر ۱۲مه ایسو شي اېټیډ پریس ته وویل، حکومت هغه یو جعلي تصویر اندېښمن کړی چې پکې ادعا شوې اسیه بي بي له پوپ فرانسر سره ملاقا کوي.
د روان کال د اکتوبر پر ۳۱مه امر وکړ چې ناموس رسالت ته په سپکاوي تورنه اسیه بي بي بې ګناه ده او هغه دې په سم دستي توګه خوشې کړل شي.