د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور عدالت د فاټا لنډمهالي قانون ختمولو امر وکړ


پېښور های کورټ په سېشنبه له قبایلي سیمو د عبوري قانون (فاټا انټرم ګورنېنس ریګولېشن اېکټ) ختمولو امر کړی دی او صوبايي حکومت ته یې ویلي، چې په یوه میاشت کی دننه دې د قبایلی سیمو لپاره د عدالتي نظام بندوبست وکړي او دغلته ته دې عدالتي کاروایي زر تر زره وغځوي.

د اېف سي ار پرځای په دغه نوي عبوري قانون کې هم د فاټا ټول اختیارات د انتظامي افسرانو سره دي.

د قبایلي سیمو په خېبر پښتونخوا کې د شاملېدو وروستویو وکیل علي عظیم اپرېدي په پېښور های کورټ کيیو درخواست جمع کړی وو چې پکې یې دغه نوی قانون چېلنج کړی وو.

علي عظم اپریدی وایي د فاټا لنډمهالی قانون هېڅ جواز نه لري.

بېګا ماښام د خېبر پښتونخوا د وزیر اعلا له دفتره په یو خپور شوي بیان کې ویل شوي دي فاټا ته عدالتي نظام رسول او د صوبې د نورو ضلعو غوندې سهولتونه ورکول د حکومت لپاره یو چېلنج دی او دوی په دغه عمل کار پیل کړی دی.

XS
SM
MD
LG