د امريکا د فلوريډا اوسېدونکى چې مخکښو ډموکراتانو او د ولسمشر ډونالد ټرمپ نورو منتقدانو ته د بمونو په لېږلو تورن دى، له نويو تورونو سره مخامخ دى.
د نيويارک فډرال څارنوالانو د نومبر پر نهمه سيزار سايوک په ٣٠ نورو جنايي مواردو تورن کړ.
په دغو تورونو کې د ډېرو ويجاړوونکو وسلو کارول او د ايالتونو ترمنځ د منفجره وسيلو لېږدول شامل دي.
که چېرې دغه کس د محکمې له خوا محکوم شي، ښايي عمر قید سزا ووني.
دى چې مخکې په پنځو جرمونو تورن شوى و، د ٤٨ کلن بند له احتمالي جزا سره مخامخ و.
سيزار سايوک د اکتوبر مياشتې په ٢٦مه په فلوريدا ايالت کې تر سختو کشفي عملياتو وروسته ونيول شو چې له ضمانت پرته په توقيف کې دى.
چارواکي وايي، سايوک د امريکا بېلابېلو برخو ته تر ۱۰۰ زيات بمونه د بستو په بڼه لېږلي دي.
دغه بستې پخوانيو ولسمشرانو بېل کلنټن، بارک اوباما او د بهرنيو چارو پخوانۍ وزيرې هليري کلېنټن ته لېږل شوې وې.
خو دغه بمونه تر چاودلو مخکې کشف او شنډ کړاى شوي.