امریکا په بحرین کې یوه شییعه اپوزیشن مشر په ګرد ژوند بندي کولو سزا باندې اندېښنه ښودلې. ایران هم د دې ګام غندنه کړې ده.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند رابرټ پیلاډینو د نومبر پر اتمه وویل چې امریکا علي سلمان ته د عمر قید سزا اورول کېدو په فیصله اندېښمنه ده.
نوموړي وویل واشنګټن په دې معامله کې بندېزونه لګول نه غواړي خو وې ویل چې کله هم د خلیج فارس په دغه ملګري هیواد کې د بشري حقونو مسله راپورته کېږي نو دوی به خپلو اندېښو څرګندولو ته دوام ورکوي.
د امریکا بحري ځواکونو یوه اډه په بحرین کې پرته ده.
بحرین د نومبر پر څلورمه تر بندیز لاندې تحریک الوفاق مشر سلمان ته د عمر قید سزا ورکړه.
پر نوموړي تور دی چې د قطر لپاره جاسوسي کوي.
بحرین تر دوه پیړیو زیاتې مودې لپاره د سنیانو د ال خلیفه کورنۍ تر واک لاندې وو خو په ۲۰۱۱م کې د هېواد شییعه اکثریت لرونکي ابادي کې ناکراري راغله.