د پاکستان حکومت د هېواد د اقتصادي بحران هواري لپاره د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) له پلاوي سره خبرې پیل کړې دي.
د مالي چارو وزارت ویاند نور احمد د نومبر پر اتمه وویل، پاکستان تر درو کلونو پورې له ای اېم اېفه د پور هیله لري.
د نومبر پر اوومه د ای اېم اېف یو پلاوی د پاکستان له حکومت سره د پور پر شرطونو د خبرو لپاره اسلام اباد ته ورسېد.
تر دې څو ساعته وروسته د مالي چارو وزیر اسد عمر ویلي ول چې هېواد یې د سعودي عرب او چین د مرستو له کبله له مالي بحرانه ژغورل شوی دی.
د پاکستان حکومت وايي، د اقتصادي ضرورتونو پوره کولو لپاره شاوخوا ۱۲ اربه امریکايي ډالرو ته اړتیا لري. اسد عمر د نومبر پر شپږمه یوې خبري غونډې ته ویلي ول چې شپږ اربه یا میلیارده ډالر ورته ریاض او نور شپږ اربه ورته چین ورکوي.