د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې د معیاري تعلیمي نظام کمی دی: نصرالله خلجی


بلوچستان کې د معیاري تعلیمي نظام کمی دی: نصرالله خلجی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:12:45 0:00

هغه د ۹۰مې لسیزې په پای کې د دغې په صوبې مرکز کوټه کې د پرل په نامه د یوه انسټیټیوټ بنسټ کېښود چې پکې د کمپیوټر ټېکنالوژي، سوداګریز سمبالښت (بیزنس اډمینسټرېشن)، انفارمېشن ټېکنالوژي، حسابداري (اکاونټینګ) غوندې د اوسني دور زده کړې کېږي. له نوموړی سره د بلوچستان پر تعلیمي ستونزو احمد شاه اعظمي د مشال راډيو پراګ سټوډيو کې مرکه کړې. دی وايي د تعلیم لپاره اوس د پیسو کمی نه شته بلکې د مسلکي استادانو کمی دی. معیار په پام کې نه نیول کېږي.

د تعلیم پخوانی لنډمهالی وزیر، سکالر او ډاکټر نصرالله خلجی د ګوتو په شمېر یو له هغو کسانو دی چې بلوچستان ته یې د انفارمېشن ټېکنالوژۍ رڼا راوړې ده. هغه د ۹۰مې لسیزې په پای کې د دغې په صوبې مرکز کوټه کې د پرل په نامه د یوه انسټیټیوټ بنسټ کېښود چې پکې د کمپیوټر ټېکنالوژي، سوداګریز سمبالښت (بیزنس اډمینسټرېشن)، انفارمېشن ټېکنالوژي، حسابداري (کاونټینګ) غوندې د اوسني دور زده کړې کېږي. له نوموړی سره د بلوچستان پر تعلیمي ستونزو احمد شاه اعظمي د مشال راډيو پراګ سټوډيو کې مرکه کړې. دی وايي د تعلیم لپاره اوس د پیسو کمی نه شته بلکې د مسلکي استادانو کمی دی. معیار په پام کې نه نیول کېږي.
XS
SM
MD
LG