د لاسرسي ځای

تازه خبر

د استازو جرګه کې د ډېموکراټانو اکثریت او د امریکا بهرنیو چارو تګلاره


د امریکا کانګرس د کورنیو او بهرنیو چارو پر تګلارو اغېز لري
د امریکا کانګرس د کورنیو او بهرنیو چارو پر تګلارو اغېز لري

پراګ - د امریکا پارلېمان ته کانګرس ویل کېږي چې پکې دوه جرګې دي. یوه یې د استازو جرګه او بله یې سېنېټ نومېږي.

کانګرس د هېواد پر کورنیو او بهرنیو چارو لوی اغېز لري. په واشنګټن کې د ازادې اروپا راډیو خبریال مایک اېکل د انتخاباتو تر لومړیو نتیجو وروسته په خپله شننه کې ویلي چې تر دوو کلونو پورې امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هېواد د بهرنیو چارو تګلاره په خپل واک کې لرله او د واشنګټن پخواني ملګري هېوادونه او اړیکي یې تر پوښتنې لاندې راوستې.

د ده په اند، اوس چې ښکاري چې ډېموکراټانو د استازو په جرګه کې زیاتې څوکۍ ګټلې دي نو هغوی به پر کورنیو او بهرنیو تګلارو د زیات نفوذ هڅه وکړي.

د نړۍ د یو شمېر هېوادونو په څېر د امریکا سیاسي نظام له انتظامیې یا حکومت، کانګرس او عدلیې جوړ دی.

د بهرنیو چارو تګلارې په اړه سپینه ماڼۍ یا حکومت زیات واک لري. البته د پیسو یا بودیجې واک له کانګرس سره دی او کله چې حکومت د یوې جګړې لپاره، د استخباراتي عملیاتو او ډېپلوماسۍ لپاره پیسې برابروي، نو هرو مرو به یې ورته کانګرس په کلني بجټ کې منظوروي.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

نو اوس به ډېموکراټان دا فیصله کوي چې د بودیجې پر کومو مسودو غور وکړي او د حکومتي لګښتونو پر چارو به زیات واک ولري.

دا هم ممکنه ده چې ډېموکراټان به د روسیې، سعودي عرب او ځېنو نورو هېوادونو په اړه پر تګلارو زیات اغېز ولري.

هلته د سپینې ماڼۍ ویاندې سېرا سینډرز د نومبر شپږمې شپې ناوخته خبریالانو ته وویل، په کانګرس کې د هېڅ ګوند اکثریت به د ولسمشر ټرمپ پر تګلارو اغېز و نه لرلای شي:

"هر ګوند [که په کانګرس کې اکثریت ولري] د ولسمشر اجنډا به نه بدلېږي. موږ به بیا هم هغه حکومت یو چې توجه به یې د مالیو یا ټیکسونو پر کمولو، د اقتصاد پر پراخولو، کاري موقعو پیدا کولو، اسلامي دولت ډلې ته ماته ورکولو، د عدلیې پر بیا جوړونې او د درد ختمولو پر دواګانو د خلکو د روږدې کېدو له وجې د بحران پر هواري وي."

په واشنګټن کې د بروکېنګز انسټيټيوټ څېړونکی ماروېن کلب وايي، ممکنه ده چې د ډېموکراټانو رول د بهرنیو چارو تګلارې په اړه نور بحثونه وپاروي او کېدای شي دا بحثونه نتیجې ته و نه رسي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر جان کیري د دفتر مشر ډېوېډ وېډ تر انتخاباتو مخکې په لیکنه کې ویلي ول چې ډېموکراټان باید تر بریا وروسته د امریکا د بهرنیو چارو تګلاره له سره تعریف کړي.

خو د رېپبلېکنانو په اکثریت کې هم ځېنې چارې داسې وې چې ښايي اوس د ډېموکراټانو زیاتو څوکیو تر ګټلو وروسته هم بدلې نشي.

د مثال په توګه، په ۲۰۱۴ز کال کې چې روسیې د اوکراین کریمیا له ځانه سره وتړله، نو امریکا ورباندې بندیزونه ولګول.

د کانګرس په دواړو جرګو کې د دواړو ګوندونو استازي پر روسیې د بندیزونو په اړه په یو نظر ول.

مایک اېکل لیکي، دا دریځ ښايي بدل نشي.

امریکا او د نړۍ پینځو ځواکمنو هېوادونو په ۲۰۱۵ز کال کې له ایران سره اټومي موافقه وکړه چې ورسره سم، تهران به خپل اټومي پروګرام محدوداوه او امریکا به ورباندې بندیزونه نرمول.

دا کار وشو.

خو امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له دې موافقې ووت او د ۲۰۱۸ز کال په نومبر کې یې پر ایران بیا بندیزونه ولګول.

ډېموکراټان له ایران سره د موافقې پلویان ول.

خو که دوی اوس د کانګرس د استازو په جرګه کې اکثریت هم ولري، پر ایران د بندیزونو په اړه ښايي څه و نه کړای شي ځکه چې د بندیزونو لګولو واک تر ډېره له ولسمشر سره وي.

اېکل وايي، د بهرنیو چارو بله لانجمنه موضوع ښايي د سعودي عرب او د امریکايي حکومت د اړیکو وي.

ولسمشر ټرمپ له ریاض سره د وسلو د سودا لویې موافقې لاسلیک کړې دي خو په اکتوبر کې په استنبول کې د سعودي په کونسلګرۍ کې د خبریال جمال خاشقجي وژنه او د یمن روانه جګړه هغه څه دي چې له کبله یې ښايي ډېموکراټان پر ریاض د فشار زیاتولو هڅه وکړي.

اېکل زیاتوي چې دا به وخت وښيي چې د ټرمپ د ولسمشرۍ په پاتې دوو کلونو کې نوموړی له کومو چېلېنجونو او حالاتو سره مخامخېږي.

XS
SM
MD
LG