د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ او اردوغان د خاشقجي د وژنې بشپړ مالومات غواړي


د امریکا او ترکیې ولسمشرانو په ترکیه کې د وژل شوي سعودي ژورنالېست جمال خاشقجي د قضیې په اړه د بشپړو توضیحاتو غوښتنه کړې ده.

د امریکا او ترکیې ولسمشرانو موافقه کړې ده چې په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې د سعودي ژورنالېست جمال خاشقجي د وژنې د قضیې ټول اړخونه باید روښانه شي.

د امریکا او ترکیې ولسمشران
د امریکا او ترکیې ولسمشران

د ترکیې د ولسمشر دفتر په یو بیان کې وايي، ډونالد ټرمپ او رجب طیب اردوغان پرون د ټيليفوني خبرو په ترڅ کې موافقه وکړه چې د خاشقجي د قضیې په اړه باید پوره وضاحت ورکړل شي.

انادولو خبري اژانس دا خبر څو شېبې وروسته له هغه ورکړ چې د ترکیې ولسمشر ښاغلي اردوغان وویل، دی به نن دوشنبه د سعودي د حکومت د دې مخالف ژورنالېست د وژل کېدو د قضیې په اړه له حقیقته پرده پورته کړي.

خاشقجي د اکټوبر په ۲مه له خپلې ترکۍ کوژدنې سره د واده د اسنادو د ترلاسه کولو لپاره په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته له ننوتو وروسته لادرکه شو.

ریاض په پیل کې ویل چې ۶۰ کلن خاشقجي له قونسلګرۍ روغ رمټ وتلی، خو د شنبې په ورځ‌یې وویل، نوموړی په قونسلګرۍ کې دننه د یوې شخړې په نتیجه کې وژل شوی دی.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر عادل‌الجبیر د یکشنبې په ورځ وویل، خاشقجي د خپل‌سرو کسانو په عملیاتو کې او سهواً وژل شوی دی.

الجبیر فاکس نیوز ټلویزیوني چېنل ته وویل چې د دې سترې سهوې له عاملانو سره به حساب کتاب وشي.

عادل‌الجبیر
عادل‌الجبیر

خو د سعودي چارواکو د دې څرګندونو په اړه متحده ایالاتو او نورو هېوادونو شک څرګند کړی.

بريتانیا، جرمني او فرانسې پرون په یو ګډ بیان کې د خاشقجي قتل وغانده او د دې قضیې په اړه‌یې د سمدستي وضاحت او سپیناوي غوښتنه وکړه.

ولسمشر ټرمپ که څه هم له تېرې اوونۍ راهیسې په پرله‌پسې ډول ویلي، دی له دې سره مخالف دی چې د سل میلیارده ډالرو په ارزښت د سعودي او امریکا ترمنځ د وسلو معامله له خطر سره مخامخ شي، خو په یوه مرکه کې چې پرون یکشنبه خپره شوه، ښاغلي ټرمپ د دې قضیې په اړه د سعودي د بهرنیو چارو د وزیر عادل‌الجبیر پر څرګندونو انتقاد وکړ او ویې‌ویل چې د سعودي چارواکو په خبرو کې دروغ او چل ول شته.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG